«د بشري حقونو له پاره یو کړکیچن کال»
۱۳۹۳ اسفند ۶, چهارشنبهد بخښنې د نړیوال سازمان د اټکلونو له مخې له وسله والو ډلو لکه «اسلامي دولت» او یا بوکو حرام سره د کړکیچونو د پراخیدو له کبله، ۲۰۱۴م کال تر دوهمي نړیوالي جگړې وروسته د کډوالۍ د ستر ناورین لامل شوی دی.
د دغه سازمان په وینا په تیر کال کې په ټوله نړۍ کې شا او خوا ۵۷ میلیونه انسانان کډه کولو ته مجبور شوي دي. د بخښني د نړیوال سازمان د بشري حقونو د وضعیت په هکله تازه رپوټ چې تیره ورځ په لندن کې خپور شوی دی، راغلي دي چې دغه شمیر تر هغې د مخه کال په پرتله شپږ میلیونه زیات دی.
پر نړیوالو ټولني نيوکه
د بخښني نړیوال سازمان د شکایت په توگه ویلي دي چې د کډوالۍ ستونزې ته د نړیوالي ټولنې غبرگون «شرمونکی» وو. د دغه سازمان په وینا د مدیترانې د کډوالو د وضعیت سره د چلن کولو په برخه کې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د یوې وسیلې په توگه پاته راغلې او اروپایي ټولني له هغې څخه سترگې پټې کړي دي.
ایمنسټي انټرنیشنل روان میلادي کال ته هم بدبینه ده او وایي چې انسانان د بې رحمه ترهگرو او د ترورزیم ضد قوانینو څخه کړیږي، چې د توجیح وړ نه دي.
د بخښني نړیوال سازمان عمومي منشي سلیل شیټي، د امنیت شورا له پنځو دایمي غړو امریکا متحد ایالات، روسیې، چین، فرانسې او بریتانیې څخه غوښتي دي چې د ډله ییزو وژنو او یا دې ورته سختو جنایتونو په برخه کې د ویټو له حقه تیر شي.
ایمنسټي انټرنیشنل په خپل کلني رپوټ کې چې د نړۍ په ۱۶۰ هیوادونو کې یې د بشري حقونو د وضعیت په هکله څیړنې کړي دي ویلي دي: «امنیت شورا، په سوریه، عراق، غزه، اسرائيل او اوکراین کې پاته راغلې ده.»
د دغه سازمان عمومي منشي ویلي دي چې د امنیت شورا د ویټو د حق درلودلو له کبله ستر امکانات لري چې ملکي کسان له وسله والو کړکیچونو څخه وژغوري. د هغه په وینا ۷۰ کاله ترمخه ملگري ملتونه د دې له پاره رامنځ ته شول چې د بشریت ضد جنایتونو لکه د نړیوالو جگړو د رامنځ ته کیدو مخه ونیسي.
سلیل شیټي زیاته کړې ده: «اوس موږ د سترو تاوتریخوالو شاهدان یو چې په پایله کې د کډوالۍ ستر کړکیچ رامنځ ته شوی دی.» د هغه په وینا نړیواله ټولنه د اوسنيو اړینو ضرورتونو د له منځه وړلو له پاره د یوې حل لاري په موندلو کې په بشپړه توگه پاته راغلې ده.
په دغه رپوټ کې ۲۰۱۴م کال د میلیونونو انسانانو له پاره له بحرانونو ډک کال بلل شوی دی. ایمنسټي انټرنیشنل په ځانگړې توگه د افراطي ډلي «اسلامي دولت» مخ پر زیاتیدونکی قدرت د اندیښنې وړ بللی دی.