1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشري حقونو سازمان: د CIA د تاريخ تور فصل

۱۳۹۰ شهریور ۱۳, یکشنبه

يوه نوي بربڼدونه ښيي چی په تيرو کلونو کي د امريکا او برتانيې استخباراتي ادارو د ليبيا له رژیم سره له نژدي همکارۍ درلودې. په طرابلس کي موندل سوي اسناد ښيي چي CIA د ترور مشکوک کسان په ليبيا کي تر تحقيق لاندي نيول

https://p.dw.com/p/12SmU
د CIA رسمی نښان
د CIA رسمی نښانانځور: DPA

د امريکايي ورځپاڼو والستريت ژورنال او نيويارک ټايمز د رپوټونو له مخي د پخواني ولسمشر جارج دبليو بوش د واکمني  په موده کي CIA ځيني هغه کسان چي په ترهګري تورن شوي و ليبيا ته د پوښتنو لپاره استول.

دا په داسي حال کي  چي د بوش حکومت ته روښانه وه چي د قذافي رژيم په زندانونو کي بنديان ربړول او کړرول. د نوو اسنادو له مخي، وروسته له هغي چي قذافي د لويديځ سره اړيکي ټينګي کړي او د ډله ييزو وژونو له وسلو څخه يې لاس واخيست،  په دغو استخباراتي برخو کي د هغوی ترمنځ د همکاريو لمن پراخه سوه.

دغه راز برتانوۍ ورځپاڼي انديپندنت هم موندلي ده، چي د نوموړي هيواد استخباراتي سازمان, MI-6 هم په بهر کي د قذافي د رژيم د ليبيايي مخالفينو په هکله د هغه استخباراتي اداري ته معلومات ورکړي دي.

د CIA د تاریخ تور فصل
دغه اسناد طرابلس ته د ياغيانو تر ننوتلو وروسته د ژورنالستانو او د بشري حقونو د سازمانونو د فعالينو لاس ته لويدلي دي. هغوی دا اسناد د ليبيا د استخباراتي اداري د رئيس، موسي کوسا په دفتر کي وموندل.

د هيومن رايست واچ يا د بشري حقونو د څارني  له سازمان څخه، پيتر بوکرت بي بي سي ته وويل: «پرون موږ د بهرني امنيت وداني  کي ؤ او په ناڅاپي توګه هغي يوي کوټي ته ننوتلو چيري چي د ليبيا د بهرني امنيت  او CIA ، دMI-6 ، د فرانسي او دغه راز د يو شمير نورو لويديځو هيوادونو د استخباراتي ادارو  تر منځ د مکاتبو دوسيي پرتي وي.»

ويل سوي دي که څه هم په دغو اسنادو کي داسي ليکونه وموندل سول، چي د ليبيا له چارواکو څخه غوښتل سوي دي، چي له زندانيانو سره دي ناوړه چلند نه کوي، خو د بشري حقونو د څارني د سازمان په داسي غوښتنو باندي باور نه کوي.

هغه سازمان وايي: «خبره پر دي وه چي د القاعدي مشکوک کسان وربړول سي. دا د امريکا د استخباراتي اداري د تاريخ يو تور فصل دی، چي له داسي يو رژيم سره يي همکاري درلوده.»

د بشري حقونو د څارني د سازمان، غړي، بوکرت د ليبيا د بهرني استخباراتو  په وداني کي موندل سوو اسناو ته په اشاري  سره وويل:
 

«موږ هغه سندونه پيدا کړل چي د ليبيا سره د CIA  اړيکي بربڼدوي. په دغو سندونو کي يو هم ليبيا ته د CIA له خوا د عبدالحکيم بلحاج د تسليمولو سند دی.

دغه سړی اوس په طرابلس کي د پوځي شورا مشر دی. په هغه وخت کي نوموړي ونيول سو او  له خپلي حامله لرونکي ميرمني سره وتښتول سو او د تحقيق لپاره  طرابلس ته په اصطلاح په تور پرواز کي واستول سو.»

د CIA غبرگون

په واشنګتن د آلمان ږغ راډيو  خبريال، رولف بلومن هڅه وکړه چي د دقذافي د رژيم او د CIA د ادعا سوو همکاريو  په هکله د نوموړي اداري له چارواکو  سره وږغيږي ترڅو د هغوی خپل دریځ روښانه کړي.

د هغي اداري يوي وياندي په دي هکله له زياتي تبصري څخه ډه ډه وکړه، يوازي يې وويل:« دا کومه نوي خبره نه ده چي CIA له يو شمير بهرنيو حکومتونو سره په ګډه کار کړی دی تر څو امريکا متحده ايالات خوندي وساتي.»

که چيري دا ثابته سي، چي د  قذافي د رژيم مخالفينو په هکله  CIA له هغه سره له نژدي همکاري کړي، دا به د ليبيا د نوي مشري او د متحده ايالاتو تر منځ ا ړيکي اغيزمني کړي، خو په اړيکو کي له دا ډول ستونزو سره نه يوازي  متحده ايالات ، بلکي برتانيه هم مخامخه ده.

ځکه د  موندل سوو اسنادو له مخي د بريتانيا MI-6 د قذافي د رژيم د مخالفينو په هکله ټول شوي معلومات د هغه د استخباراتي اداري په اختيار کي کيښودل.

رولف بلومن/ آژانسونه/ عبدالباری حکیم
کتونکی: نجیب الله زیارمل