1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشري حقونو د څار سازمان: د افغان ملکیانو ساتنه دې وشي

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ تیر ۱۶, چهارشنبه

د بشري حقونو د څار سازمان له ناټو څخه غوښتي چې د افغانستان په اوږدې جګړه کې د ملکي وګړو د ساتنې له پاره لا ډیر کار وکړي. ناټو په روانې میاشت کې په وارسا کې غونډه لري چې د افغانستان په اړه به هم په کې بحث وشي.

https://p.dw.com/p/1JK0A
Afghanistan Kinder und Soldat
انځور: AFP/Getty Images

د بشري حقونو د څار سازمان د چهار شنبې په ورځ د وارسا تر غونډې مخکې ناټو ته په یوه پرانیستي لیک کې ویلي دي چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې په افغانستان کې ملکي تلفات مخ په زیاتیدو دي او دا چې په ۲۰۱۶ کال کې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو یو پر دریمه برخه ماشومان وو.

د ډیری ملکي تلفاتو پړه پر طالبانو او نورو یاغي ډلو باندې اچول کیږي خو د بشري حقونو د څار سازمان په لیک کې راغلي دي چې افغان امنیتي ځواکونه هم په تیروتنو، په خاصه توګه له ښوونځیو څخه د جنګي اډو په توګه د کار اخیستنې له کبله، تورن دي.

ناټو په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورسوه خو ناټو اوس هم په دې هیواد کې پوځيان لري چې د افغان ځواکونو په روزنه او هغوی ته په مشورو ورکولو بوخت دي.

د ملګرو ملتونو په حواله په ۲۰۱۵ کال کې د دولتي ځواکونو له خوا رامنځ ته شوي ملکي تلفات د ۲۰۱۴ کال په پرتله ۲۸ سلنه لوړ شوي دي. په دې کال کې ۱۱۰۰ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملګرو ملتونو په حواله په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان په ملکي تلفاتو کې ۷۰ سلنه لوړوالی راغلی دی خو ښايي تلفات د ملګرو ملتونو له خوا تر ثبت شوې کچې لوړ وي ځکه دغه سازمان یوازې په هغه صورت کې تلفات ثبتوي چې د درو مستقلو سرچینو له خوا تایید شوي وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب