د بشارلاسد ځواکونو په ادليب ننوتل
۱۳۹۰ اسفند ۲۱, یکشنبهاعلان
د سوريې د زورواک ولسمشر بشارالاسد ځواکونه د هيواد په شمال لوېديځ کي د ادليب ښار ته ننوتلي دي. نوموړی ښار د حکومتي ځواکونو له خوا د څو ورځو راهيسي محاصره وو او ورباندي د ټانکونو او توپونو بمباري روانه وه.
د راپورونو له مخي يوازي د شنبې په ورځ په دغه ښار کي ۴۶ انسانان وژل سوي دي. سوريې ته د ملگرو ملتونو او عرب ليگ ځانگړی استازی کوفي عنان به د يکشنبې په ورځ هم د ولسمشر بشارلاسد سره وويني.
ددوی دواړو د شنبې د ورځي په ليدنه کښي بشارالاسد ويلي ول چي تر کومه وخته چي په سوريه کي ترهگر موجود وي سوله به را نه سي. د سوريې په کړکېچ کي تر اوسه پوري شاوخوا ۷۵۰۰ انسانان وژل سوي دي.