1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بست تصدۍ فابريکه يو وار بيا په کار پيل کوي

۱۳۹۰ مهر ۱۴, پنجشنبه

د هلمند ولايت د بست تصدۍ د مسؤليونو په خبره، دغه فابريکه چي شاوخوا پنځوس کاله وړاندي جوړه سوې ده او د ځينو تخنيكي او مالي ستونزو له امله كار بند سوى وو اوس په پام کي ده چي يو وار بيا په رسمي ډول په کار پيل وکړي.

https://p.dw.com/p/12muH
انځور: DW

دهمدې فابريكې رئيس حاجي شرين خان، خبريالانو ته وويل، چي د وزيرانو شورا د پريكړي له مخه سږكال دوى پلان لري، چي له كروندگروڅخه درې زره ټنه پنبه ترلاسه كړي.

رئیس شرین وايي، دا لړۍ دا مهال په هلمندولایت کی پيل سوې ده چي ددې ولایت کرونده گرو څخه پنبه واخلي.

« دولت به له ګرونده ګرو څخه هركليو دانه لرونكې پنبه په ۵۱ افغانى وپيري او ترڅنګ به يي كرونده ګرو ته  له همدې فابريكې څخه غوړي، كنجاړه، صابون او نور مواد وړيا وركړي.

كرونده ګر وايي چي دپنبې فابريكې په فعالت خوښ دي او له دولت څخه غوښتنه كوي، چې هغه كمياوي سري او اصلاح سوي تخمونه، چې د حاصل خيزوسيمو تر نامه لاندي كرونده ګرو ته  وركول كيږي پرځاى دي يي يادي فابريكې ته وركړل سي، چي كرونده ګرد كوكنارو پر ځاى د همدې پنبې كرلو ته مخه كړي.

د كرونده ګرپه وینا کومي كيمياوي سري او تخمونه، چي په ولسوالیوکي ويشل کيږي کرونده گريې ترلاسه کوي او وروسته يي په نيم قيمت په بازار كي پلوري.

چارواكي وايي د حاصل خيزو سيمو د پروګرام له لاري د تيرو دريو كلونو راهيسي تر پنځه څلويښت ميليونه زيات امريكايي ډالره لګول سوي دي.

په هلمندولایت کي د زراعت متخصيصين وايي، كه چيري د حاصل خيزو سيمو د پروګرام  كيمياوي سري او اصلاح سوي تخمونه د بست تصدي له لاري كرونده ګرو ته وركول سي له یوی خوابه د پنبې كرولو ته د كرونده ګرو توجه واوړي او له بلي خوا به د بست تصدۍ كارونه په ښه ډول ترسره سي او زياتو كسانو ته پکښي د كارکولو زمينه برابره سي.

بل خوا د هلمند والي محمد گلاب منگل وايي، كه څه هم كرونده ګر د كوكنارو كرل  اقتصادي مجبوريت بولي خو اوس مهال په هلمند ولایت کي د کرونده گرو اقتصادي حالت ښه سوی دی.

منگل ګواښ كوي که چيري سږكال څوك كوكنار وكري نقدي مجازات خولا څه چي دوسيې به يې هم په رسمي ډول څارنوالۍ ته وسپارل سي.

د يادولو ده، چي په تيرو څو كلونوكي تر ډيره حده د هلمند د كرونده ګرو اقتصادي حالت د همدې پنبې پر توليد ولاړ و خو د وخت په تيريدو سره يې ځاى د كوكنارو فصل ونيوه او د پنبې د كر كچه په کرارۍ سره راټيه سوه.

مجتبي محمدي/ لښکرگاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل