1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بریتانيا ښځینه سرتیري هم د جګړې ډګر ته ځي

آژانسونه / م.ک.ص.۱۳۹۵ تیر ۱۹, شنبه

د بریتانیا د پوځ ښځينه سرتیري به «ډیر ژر» په جګړو کې برخه واخلي. د بریتانیا د پوځ شاوخوا لس سلنه ښځینه سرتیري دي، چې تر دې د مخه یې په جگړو کې د گډون اجازه نه لرله.

https://p.dw.com/p/1JMCb
Frauen in der britischen Armee
انځور: picture alliance/dpa/R. Weihrauch

د بریتانیا لومړي وزیر ډیويډ کیمرون، د جمعې په ورځ وویل چې پوځ به يې ښځینه سرتیرو ته اجازه ورکړي چې په جګړو کې برخه واخلي. بریتانیا دغه تصمیم تر اتلسو میاشتو څېړنو او د پوځي مشرانو تر سپارښتنو وروسته نیولی دی.

کیمرون په خپله وینا کې ویلي دي: «د پوځ د پرسونل رئیس سپارښتنه کړې ده چې د جګړو په میدان کې دې د ښځو د ګډون ممانعت لري کړای شي، داسې یو نظر چې د پوځ د نورو مشرانو له خوا یې هم ملاتړ شوی دی.»

د بریتانیا لومړي وزیر زياته کړې ده: «زه له دغي سپارښتني سره موافق یم او منم یې. زه د دغي پريکړي د ژر ترژره عملي کیدو غوښتونکی یم». کیمرون اوس د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون په موخه په وارسا کې دی.

د عملي کیدو کره وخت

د بریتانیا دغه نوې پرکړه به چې ښځينه سرتیري به د جګړې په ډګر کې هم ګډون کوي، د درو راتلونکو کلونو په موده کې په تدریجي ډول عملي شي.

ښځینه سرتیرو تر دې مخکې کولای شول چې په جنګي الوتکو کې د پيلوټانو په توګه، همدا شان په بېړیو او اوبتلونو کې د خدمو په توګه دنده ولري او دغه راز د ملاتړ کوونکو رول ولري. له همدې کبله تر اوسه د جګړو په ډګر کې د هغوی پر ګډون بندیز وو.

د بریتانیا د پوځ مشر جنرال نیک کارتر، ویلي دي چې دی په دغه پرېکړه «خوشاله دی». هغه وویل: «ښځو تر دې مخکې د جګړې د لومړۍ کرښې په نورو برخو کې رول لاره او په وروستیو بحرانو کې یې اغیزمن رول لرلی.»

کیمرون په خپله وینا کې وویل چې د دغه اقدام په عملي کیدلو سره به وسله وال ځواکونه د داسې یوې ټولني ښکارندوي وکړي، چې موږ پکښې ژوند کوو.»

د بریتانیا لومړي وزیر زیاته کړه: «دغه مسئله به د دې سبب شي چې وسله وال ځواک له خپلو استعدادونو څخه لا زیات کار واخلي او ښځو ته به د دې فرصتونه برابر کړي چې وکړای شي په مختلفو برخو کې ونډی ولري.»

د امریکا متحدو ایالتو، کانادا، آسترالیا او اسرائیل هیوادونو د پوځ ښځینه سرتیري د دې اجازه لري چې په جګړو کې برخه واخلي.