د بريښنا د بيا رغوني تجهيزات کوترم پراته دي
۱۳۹۱ آذر ۲۹, چهارشنبهد افغانستان د بيارغاوني له پاره د امريکا د څارني مشر وايي، چي د افغانستان د برېښنا شبکې د فعاله کېدو له پاره يوه قراردادي ته ۵،۷۶ ميليونه ډالر ورکړل سوي دي، خو ډير کار گردسره ترسره سوی نه دئ.
جان ساپکو، د امريکا له اړخه د افغانستان د بيارغاوني د څارني مشر په دغه راپور کي دغه راز ويلي دي: «د ۱۲،۸ ميليونو ډالرو په ارزښت تجهيزات چي په پام کي وه د ياغيانو پر ضد ستراتيژي د ملاتړ د عاجلو اړتياوو له پاره په مصرف ورسيږي، د پلان د نه لرو له وجي کوترم پراته دي.»
دغه سامانونه چي د مارچ په مياشت کي افغانستان ته لېږل سوي دي، د کندهار په هوايي ډگر کي کوترم سوي دي. دا ځکه چي د هغو د نصبولو له پاره يوه مشخصه طرحه وجود نه لري. يوه اندېښنه دا ده چي د دغه سامانونو د تضمين وخت تيريږي.
ساپکو په افغانستان کي د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جان الن ته په يوه ليک کي کښلي دي، چي د افغانستان د برېښنا د تاسيساتو په جوړولو او رغولو کي له « افغانستان برېښنا شرکت» سره په کنترول کي مرسته وکړي.
هغه دغه راز ليکلي دي، چي د لوييس برگر، په نامه يوه کس ته په ميليونونه ډالر انتقال سوي دي، چي د «افغانستان بريښنا شرکت» په روزنيزه او تخنيکي برخه کي په مصرف ورسيږي. خو د هغه په خبره په سلو کي ۷۶ سلنه کار پای ته نه دی رسېدلی.
ساپکو ويلي دي، چي د دغو دوو نتيجو پر اساس بايد «د ۲۰۱۳ کال تر لومړيو پوري يو راپور وليکل سي».
د امریکا متحده ايالاتو له ۲۰۰۹ کال راهيسي د افغانستان د بريښنا شبکې د مدرن کولو او ښه کولو له پاره ۸۸ ميليونه ډالره مصرف کړي دي او د ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۶ کاله پوري ئې په دې برخه کي د نورو ۱۵۷ ميليونو ډالرو د مرستي ژمنه کړې ده.
په دې راپور کي راغلي دي، چي د دغه تجهيزاتو، چي په کندهار کي کوترم دي، د نصبولو له پاره دي په افغانستان کی امریکايي قومندانان تصميم ونيسي.
ساپکو ويلي دي، چي په افغانستان کي د امريکا متحده ايالاتو د نړيوالي پراختيا د نمايندگۍ رئيس بايد د نومول سوو قرارداديانو کارونه بررسي کړي او د پيسو د بيرته تحويلولو په کار پسې سي.