1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بريتانيې پارلمان: په افغانستان کي مو ماموريت پاته راغلی

۱۳۸۸ مرداد ۱۱, یکشنبه

د بريتانيا د پارلمان يوي نفوذ لرونکي کميتي د يکشنبي په ورځ وويل، چي په افغانستان کي نړيوال ماموريت د هغه څه چي وعده يي شو وه، ډير لږ ثمره لاس ته راغلي او وجه يي د يوي معقولي ستراتيژۍ نشتوالی دی...

https://p.dw.com/p/J20Z
د لويي بريتانيې پارلمان
د لويي بريتانيې پارلمانانځور: AP

په يوه رپوټ کي، د بريتانيا د پارلمان د ولسي جرګي يا House of Commons د بهرنيو چارو کميتي وويل، د ثبات د ټينګولو لپاره د يوي ښکاره ستراتيژي پرته ښايي افغانستان کي وضعيت نور هم کړکيچن شي.

د هغي جرګي استازو په افغانستان او پاکستان کي د امريکا متحده ايالاتو په پاليسيو نيوکه وکړه او وويل چي د ايتلاف ځينو سرتيرو له خپلو کړو وړو سره ځيني کلتوري حساسيتونه سخت تاواني کړي دي، چي د هغو بيرته رغول ډير ستونزمن کار دي.

د هغو استازو په رپوټ کي ويل شوي دي: « مونږ دي نتيجي ته رسيدلي يو چي له ۲۰۰۱ کال څخه تراوسه پوري نړيوالو هڅو په افغانستان کي ډير لږه ثمره درلوده، نسبت هغه څه ته چي وعدي يي شوي وي. او د افغانستان د تاريخ، کلتور او سياست د واقعيتونو په پام کي نيوني سره د يوي معقولي ستراتيژي د نشتوالي له امله د لاس ته راغلي ثمری اغيزه هم ناڅيزه ده.»

رپوټ يادونه کوي: « که څه هم د افغانستان روان وضعيت يواځي له ۲۰۰۱ کال را په دي خوا د لويديځي نړي د مخ نيوي وړ غلطيو، لکه بيلا بيلي او مختلفي پاليسي، په کارونو کي نه همغږي او يا په کارونو کی تداخل، نتيجه نه ده، خو اوس په دي هيواد کي د ثبات ټينګول تر بل هر وخت پوري سخته شوي ښکاری.»

د بريتانيا پارلماني غړو په افغانستان کي د ۹۰۰۰ بريتانيو سرتيرو ماموریت په اشاري سره وويل چي د د دغو سرتيرو ماموريت چي د جولاي په مياشت کي ۲۲ تنه یی له لاسه ورکړ، له خپل اصلي تګ لاري ليري شوي دي. هغوي په خپل وړاندي شوي رپوټ کي وويل. « په لومړي سر کي د دغو سرتيرو دنده يواځي له ترهګري سره مبارزه وه ، خو اوس هغوي د نشه يي توکو له قاچاق سره په مقابلي او له ياغيانو سره په جګړه کي ښکلیل شوي دي. هغوي زياتوي: « بريتانوي پوځ ته ښکاره لار ښوونه نه ده شوي.»

بريتانوي پارلماني استازي وايي:« مونږ دي نتيجي ته ورسيدو چي په افغانستان کي د بريتانيا ماموريت يوه بله بڼه غوره کړي ده او د هغه وخت په پرتله کله چي په ۲۰۰۱ کال کی د لومړي ځل بريتانوي سرتيري افغانستان ته ورننوتل، تر اوسه پوري د خصوصيت لمن یی پراخه شوي ده.

رپوت په هلمند کي د بريتانيا د پوځي عملياتو نيمګرتياو ته هم اشاره کوي او وايي: « په هلمند ولايت کي د بريتانيا پوځي عمليات په ډيره لوړه سويه په يوه غير معقوله توګه پلان شوي ؤ، د حکومت د ادارو تر منځ همغږي ډيره کمزوري وه، دا هغه يوه اشتباه ده چي پوځ ته سمه لار ښونه نه ده شوي.»

د برتانيا د ولسي جرګي د بهرنيو چارو د کمیتی رپوت زياتوي: « له نشه يي توکو سره په مبارزه کي د يو نړیوال مخکښ شريک په توګه د بريتانيا نقش ، د رپوت د خپلي وينا له مخي يو « ذهرجن انتخاب» ؤ، ډيري لږي نښي ښکاری چي د ترياکو په کښت کي دي کموالي راغلي وي.

دغه رپوټ بريتانوي سرتيرو باندي غږ کوي چي خپل پام يواځي امنيتي اړخ ته ځير کړي.

دغه رپوټ د نړيوال امنيت په اړه ، افغانستان او پاکستان ته په اشاري سره دا هم وايي چي يو لړ ستونزي د هوايي ځواکونو د عملياتو او بيا په خاصه توګه د متحده ايالاتو له امله رامنځ ته شوي دي.

دغه هر اړخيز رپوټ نيوکه کوي: د متحده ايالاتو د بي پيلوته الوتکو حملو د متحده ايالاتو شهرت ته تاوان ورساوه، البته په افغانستان کي د نړيوال ماموريت د ځينو ستونزو ملامتيا د د بوش د حکومت د وخت اهدافو باندي بايد واچوله شي. همدا راز په دغه رپوټ کي ويل شوي دي چي د هغو بنديانو وضعيت او شرايط چي د افغان چار واکو له خوا نيول شوي دي، « سخت د انديښني وړ موضع ده او له بلي خوا د اختلاس او اداری فساد په له منځه وړولو کی، د رپوټ د خپلي جملي له مخي « د احساس وړ پرمختګ نه دي شوي.»

د بريتانيا د بهرنيو چارو دفتر د خپل هيواد د پارلمان د بهرنيو چارو د کيمتي دغه رپوټ ته په ځواب کي وویل چي هغه به تر مطالعي لاندي ونيول شي او په راتلونکو مياشتو کي به ځواب ورته ورکړاي شي.