1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بريتانيا ۷۰ سلنه جنسي کارگران دمخه روزونکي يا روغتياپال ول

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۹, شنبه

د بريتانيا د «ليدز» پوهنتون وروستۍ څېړنه ښي چي د جنسي کارگرانو ۷۰ سلنه هغه څوک دي، چي مخکي ئې د روزونکي، روغتياپالني او يا خيريه سازمانونو کي کار کاوه.

https://p.dw.com/p/1EjCD
انځور: imago/Jochen Tack

په بريتانيا کي تر اوسه پوري د جنسي سوداگرۍ په اړه دغي تر ټولو پراخي څېړني له ډيرو ترخو حقيقوتونو څخه پرده پورته کړې ده.

د بريتانيا د «ليدز» پوهنتون څېړنه ښيي چي اوس په دغه هيواد کي د جنسي کارگرانو ۷۰ سلنه هغه خلک دي چي تر دې دمخه ئې په روزنه، روغتياپالنه او خيريه سازمانونو کي کار کاوه.

په دغه څېړنه کي چي لنډه بڼه ئې د بريتانيا په «کاردين» ورځپاڼه کي خپره سوې ده، راغلي دي چي په بريتانيا کي د جنسي کارگرانو هر دريم له پوهنتونه فارغه سوی او په سلو کي ۱۷ ئې د کارکولو لوړ اسناد لري.

دغه پوهنتون د جنسي کارگرانو په برخه کي په خپله څېړنه کي وايي چي د جنسي کارگرانو ډېره برخه ترمخه يا روغتياپالان، يا د کوچنيانو روزونکي، يا ښوونکي يا د درملتونونو کارکوونکي ول.

د دغي څېړونکي ډلي تمرکز پر هغو کسانو باندي نه وو چي د قاچاق قرباني سوي او يا د بدلمنۍ سوداگري ورباندي کيږي، بلکي پر هغو کسانو باندي وو چي يوازي او پټ ځان پلوري.

د «ليدز» پوهنتون څېړونکي وايي چي په بريتانيا کي اوس د انترنيت له لاري سړی کولای سي چي په نيم ساعت کي د خپلي خوښي وړ يو څوک خپل کور يا د کار ځای ته د بدلمنۍ له پاره راوغاوړي.

په بريتانيا کي اوس د کار نه لرل، اقتصادي ستونزي او خراب ټولنيز خدمات هغه څه دي چي ځني کسان دې ته اړ باسي چي خپل ځان خرڅ کړي. له هغو کسانو څخه چي په دغه څېړنه کي پوښتني سوي دي نزدې ټولو ئې پر دې باندي ټينگار لاره چي د دولت له خوا ورکول کېدونکي پيسي ئې د ژوندانه د حداقل امکاناتو د برابرولو له پاره نه بسيږي.

يوې ښځي چي تر دې دمخه روغتياپاله وه څېړونکو ته ويلي دي: «ما په ورځ کي ۱۳ ساعته کار کاوه او يوازي ۵۰ پونډه راکول کېده، چي دا مي نه د کور قسط او نه مي هم د ژوندانه نور اړخونه په پوره کېدله. اوس د يوې جنسي کارگري په شان په ساعت کي ۱۰۰ پوڼده گټم او په کال کي يوازي ۱۶۳ ورځي کار کوم.»

په داسي حال کي چي په دغه څېړنه کي د گډون کوونکي ۹۱ سلنه ويلي دي چي ځان پلور اسانه کار دی او کاري ساعتونه ئې هم لږ دي، ۷۱سلنه بيا ويلي دي چي د خپل شغل (جنسي سوداگرۍ) څخه بېريږي او خپل د کار په اړه ئې خپلو دوستانو ته درواغ ويلي دي.

د «ليدز» پوهنتون د څېړونکي ډلي رئيسې ډاکټري تيلا ساندرز، د بريتانيا له چارواکو څخه غوښتي دي چي ځان پلورل قانوني کړي او د دوی د څېړنو له مخي په دغه برخه کي به شرايط تر هغه وخته پوري ښه نه سي ترڅو چي دغه کار په پټه وي.