1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بريتانيا د استخباراتي ادارو مشران وپوښتل سول

سيد ريااض/ دويچه ويله۱۳۹۲ آبان ۱۷, جمعه

د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت ادارې(NSA) په قضيه کي اوس د بریتانيا استخباراتي ادارې هم د توجه وړ گرځیدلي دي. د بریتانیې د درو سترو استخباراتي ادارو (MI 5)، (MI 6) او د (GCHQ) مشرانو د پارلمان پوښتنو ته ځوابونه وویل.

https://p.dw.com/p/1AEAT
انځور: Reuters

تر دې نزدې وختونو پورې د بریتانيا د درو استخباراتي ادارو د مشرانو يعنی د ایم آی ۵ مشر سرجان ساورز، د ایم آی ۶ مشر اندروپارکر او د جي سي ایچ کیو مشر سر لين لوبان، له نومونو سره څوک آشنا نه ول. خو اوس کله چي د دغه هيواد د پارلمان د استخباراتو او امنيتي چارو جرګه ګۍ له هغوی څخه پوښتني کولې او دغه بهير په ژوندۍ بڼه له تلويزيون څخه خپرېدی نو ډيرو خلکو وپېژندل.

د جي سي ایچ کیو، یا دولتي اړیکو مرکز مشر سر لین لوبان، چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې د دغه ادارې مشري کوي حتی یو وار هم چا د تلویزون پر پرده نه وو ليدلی. د هغه اداره په دې تورنه ده چې د NSA، په قضيه کې یې له خپلو صلاحیتونو څخه پښه اړولې ده.

اروپا دغه قضیه په دقیقه توگه تعقیبوي

د اروپایي ټولنې نور هیوادونه هم د بریتانيا د استخباراتي ادارو له مشرانو څخه ډیري پوښتنې لري. د اروپا په پارلمان کې د زرغونو گوند د امنیتي سیاست ویاند یان فليب البریشت وایي چې «جي سي ایچ کیو» ډیره موده د متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې د پخواني کارکوونکي ایدوارد سنودن له خوا پر افشا کوونو باندي هیڅ کوم غبرگون و نه ښود. البریشت له دویچه ویله سره په یوه مرکه کې ویلي دي:

«هغوی د کوم قانوني بنسټ له مخې دغه فعالیتونه کوي؟ په ځانگړې توگه کله چې په اروپا کې په لویه کچه د شخصي معلوماتو د راټولو پوښتنه مطرح کیږي. بیا دا پوښتنه مطرح کیږي چې دوی باید ووایی ایا چې د دوی فعالیتونه د توجیه وړ دي او که هو! نو ولي؟ زه به دا پوښتنه هم وکړه چې آیا دوی دې دغه فعالیتونو ته چې په ښکاره توگه له بنسټیزو اصولو څخه سرغړونه ده درولو ته چمتو دي؟ که نه نو دا کار بیا د پارلمان او دولتونو دنده ده.»

البریشت د بلیجیم د «بیلگا کام» پر نیمه دولتي مخابراتي شرکت باندي د بېلګې په توګه د سایبري برید یادونه کوي چې د «دیر شپیگل» په نوم آلمانۍ مجلې له خوا د ایدوارد سنوډن د لیدل شوو اسنادو د آرشیف پر مټ جوړ شوی وو. نوموړې مجلې په خپل رپوټ کې لیکلي ول چې جي سي ایچ کیو، د جاسوسۍ د یوې پروژې په ترڅ کې چي د «سوسالیست» مستعار نوم ورکړل شوی غوښتل چې د بیلگا د مخابرتي شرکت جاسوسي وکړي او د هغې د داخلي جوړښتونو په اړه ښه معلومات په لاس راوړي. البریشت په دې تړاو له دویچه ویله سره په خبرو کې زیاته کړه:

«دا په ښکاره توگه یوه سایبري برید دی. موږ باید د دغو بریدونو ارزښت ته هم په هماغه سترگه وگورو لکه څرنگه چې دی. دا د نړیوالو قوانینو او اروپایي ټولنې له توافقاتو څخه سرغړونه ده.»

خو د بریتانيا د دریو سرو استخباراتي ادارو مشرانو په ټینگار سره د دې خبرې ډاډ ورکړ چې دوی له یوه قانوني چار چوکاټ سره سم عمل کړی دی. هغوی د خپلو فعالیتونو استدالال القاعده او د تروریزم په ترڅ کې خطر یاد کړ. د بریتانيا استخباراتي ادارې پر هغو قوانینو باندي تکیه کوي چې حکومت د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې د پیښو په تړاو رامنځ ته کړي دي.

د بریتانيا د استخباراتي ادارې مشران د پارلمان تر پوښتنو وروسته به په نزدې راتلونکي کې هغوی د تړلو دروازو تر شا پوښتنو ته ځوابونه ووایي. دا چې د پنجشنبې د ورځې غونډه علنۍ وه، نو کوم نوي معلومات هم پکښې راڅرګند نه سول.