1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برما پوځيان د سوچي له کانديدۍ سره موافق دي

۱۳۹۱ مهر ۹, یکشنبه

د ميانمار جمهوررئيس په لومړي ځل اعلام کړی دئ، چي د دغه هيواد د جمهوري رياست له پاره د مخالفانو د مشري انگ سان سوچي له کانديدۍ سره مخالف نه دئ.

https://p.dw.com/p/16HiA

د ميانمار(برما) جمهوررئيس تاين سين، د شنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د سپتمبر۲۹) په لومړی ځل اعلام وکړ، که د ميانمار خلک د دغه هيواد د حکومت د مخالفينو مشري انگ سان سوچي ته چي تر ۱۵ کلني نظربندۍ وروسته ازاده سوې ده، رايي ورکړي، دولت به د خلکو رايو ته احترام وکړي او سوچي به جمهوره رئيسه سي.

د ميانمار د مجهوري رياست راتلونکي ټاکني په ۲۰۱۵ عيسوي کال کي ترسره کيږي. تاين سين د بي بي سي له نړيوالي شبکې سره په مرکه کي ويلي دي، دولت ژمنه کوي، چي د خلکو رايو ته به احترام کوي.

هغه دغه راز ټينگار وکړ، چي د ده دولت به د ميانمار له خلکو سره د خوراکي موادو مرستو ته دوام ورکړي. د ميانمار ولسمشر ټينگار وکړ، چي د اصلاحاتو پروسې د پرمخ بيولو په برخه کي، هغه د انگ سان سوچي له مشورو څخه گټه اخلي:

«زما او سوچي تر منځ کومه ستونزه او اختلاف نسته. زه کله نا کله له هغې سره مشوره کوم او د هغې له تجرنې او مرستي چي د هيواد په ادره کي کار اخلم.»

Thein Sein Präsident von Birma Myanmar
انځور: dapd

د برما جمهوررئيس د دې ترمخه د دغه د پوځي شورا رياست پر غاړه لاره. دغو پوځيانو پر برما(ميانمار) باندي څو لسيزي حکومت وکړ او خپل مخالفين ئې سخت وټکول.

له هغه وخته چي تاين سين واک ته رسېدلی دئ، د سياسي او اقتصادي چارو په اصلاحاتو کي ئې د پام وړ پرختگ کړی دئ.

له زندانونو څخه د سياسي بنديانو ازادېدل، له انگ سان سوچي څخه د کور نظربندي ليري کول او د مطبوعاتو او کتاب نه سانسو د دې اصلاحاتو يوه برخه ده.

تاين سين يو وار بيا ټينگار کړی دئ، چي د دې هيواد په اصلي او مرکزي قدرت کي به پوځيان واک ولري او دغه راز به د ميانمار په سياست کي مهم رول ولري. دغه راز د دغه هيواد په پارلمان کي هم ډيري چوکۍ پوځيان لري.

د ميانمار جمهوررئيس د پنجشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو عمومي غونډي ته په وينا کي د امريکا متحده ايالاتو ته د انگ سان سوچي سفر او د دغه هيواد له مشر بارک اوباما او بهرنيو چارو وزيري هيلري کلنتن سره د هغې د ليدني کتني په اړه خوښي وښووله.

سوچي په دې ليدنه کتنه کي د امريکا له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چي پر برما باندي يو شمېر بنديزونه ليري کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هيلري کنتن له انگ سان سوچي سره تر خبرو وروسته اعلام وکړ، چی پر برما باندي به يو شمېر بنديزونه په ځانگړې توگه پر خوارکي موادو او لېږد را لېږد باندي به بنديزونه ليري کړي.

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض