1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برما پر ضد د بنديرونو د نرمولو نخښی نه ليدل کيږي

۱۳۸۸ مرداد ۲۹, پنجشنبه

پداسي حال کښي چه د جنوبي آسيا د هيوادو سازمان ASEAN پر دې سلا مشورې کوي ،چه آيا د نوبل د جايزې د ګټونکي سان سوکي د بخښني کوښښ وکي،بيا د بلي خوا د برما نظامي حکومت ...

https://p.dw.com/p/JEfk
انځور: AP

ددغه هيواد څخه د امريکا د يوه سناتور وروستۍ ليدنه يو لوی برياليتوب وباله .

د ويرجينيا د ايالت دموکراټ سناتور جيم وېب تيره جمعه د برما د نظامي مشر جنرال تان شوې سره وکتل .

د برما د پوځي رهبرۍ سره د يوه امريکا يي لوړ رتبه سياستمدار دغه ليدنه د لسو کلو راهيسي لمړنۍ ليدنه کتنه وه . د وېب سره يوځای امريکايي تبعه ويليم يې ټاو هم وکولای سول چه بيرته امريکا ته ولاړ سي ،کوم چه د سان سوکي سره يې بې اجازې ليدلي وه ،او په7کلو شاقه حبس محکوم سوی ؤ .

ويب وکولای سول د سان سوکي سره هم وګوري ،چه يووار بيا په 18 مياشتي د نظر بندۍ په حبس محکومه سوې ده .

وېب وروسته وويل چه سان سوکي ددې ضد نده ،چه که د برما په مقابل کي بنديزونه نرم سي . خو اوس دغه خبره د برما داپوزيسون لخوا د يوه غلط خبر په حيث بيرته رد سوې ده .

وېب وايي،چه سان سوکي پدې عقيده ده ،چه برما د بين امللي ټولني ډير ګډ کار ته ضرورت لري .

دی وايي،« دا ډيره مهمه ده چه معلومه سي ،د امريکا متحده ايالات د سان سوکي په مقابل کي د خپلو پرنسيپو څخه ندی تير . دا يو ډير خاص حالت دی . او ما په برما کښي د خپلو کتنو پر وخت په واضح ډول وويل چه بين امللي ټولنه د برما پر حکومت ددې لحاظه قضاوت کوي ،چه څنګه هغه د سان سوکي سره چلند کوي »

سان سوکي
سان سوکيانځور: picture-alliance/ dpa

د بلي خوا بيا د سان سوکي مدافع وکيل او په عين حال کښي ددموکراسۍ دپاره د ملي ليګ NLD وياند نِيان وين وويل چه سان سوکي په هيڅ صورت د برما په مقابل کي د بنديزونو د نرمولو سره موافقه نده کړې . د بين امللي ټولني سره د ګد کار دمخه بايد پخپله په برما کښي ګډ کار رامنځته ،او تضمين سي . دې خبري ته سان سوکي ډير ارزښت ورکوي .

د برما نظامي حکومت نړيوال بنديزونه د برما د فقر او دربدرۍ عامل بولي ،او پر سان سوکي باندي تور لګوي ،چه د نړيوالي ټولني دبنديزونوڅخه د سياسي وسيلې د فشار په حيث استفاده کوي .

په جاکارتا کښي نن او سبا د ASEAN د سازمان استازي سره ګوري ، تر څو د سان سوکي د بخښني پر موضوع باندي سره مشورې وکي .

په پخوانيو وختو کښي دغه سازمان هميشه د نورو هيوادو په داخلي چارو کښي د نه مداخلې د پرنسيپ مراعت کړی ؤ .

بوروفسکي/

کتونکی : محمد قاسم نوري