1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برلین تربرید وروسته د مهاجرو په مقابل کي د سخت چلند غوښتني

۱۳۹۵ آذر ۳۰, سه‌شنبه

د جرمني په زړه برلین کي ترترهگري حملې وروسته د مهاجرو په مقابل کي د ميرکل د پرانستي او ښه راغلاست سیاست سره مقاومت پر ډیریدو دی،نه یوازي جرمنيان،بلکي گوندی غړي هم د سخت چلند غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/2UbxK
Deutschland Bundesinnenminister
انځور: Getty Images/AFP/H. Hanschke

د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل په نومبر کي لا ویلي وه ،چي د ۲۰۱۷ م کال د پارلماني انتخاباتو مبارزه به ډیره سخته وي. خو اوس به د برلین تر ترهگري حملې وروسته دغه مبارزه نوره هم سخته سي، او د اتحادی ګوندونو(مسيحي دموکراټانو او سوسيال مسيحيانو) د بریالیتوب چانس به نور هم لږ سي. ځکه نه یوازي د عامو خلگو، بلکي اتحادی ګوندونو د غړو لخوا هم د مهاجرينو په مقابل کي د سخت چلندد وضع کیدو غوښتني مخ پر ډیریدو دي. ویل کیږي ، چي تر دغي پيښي وروسته د مهاجرو سره د عام خلگو اعتماد نور هم راکم سوی دی.

په همدې حال کي د جرمني د حکومت د مهاجرو استازي (آیدن اوزیگوز) د برلین د کرسمس په یوه بازار کي ترهگري پيښي ته په لیدو سره ویلي دي، چي مهاجرين نباید تریوه عمومي شک لاندي راوستل سي.

دې زیاته کړې ده ، چي د مهاجرينو یوه لویه برخه پخپله ددغه ډول ترهگري پيښو څخه راتښتیدلي دی، خو دا ډیره بده ده، چي ځیني کسان او گروپونه ددغه ډول وحشتناکه ترهگري پيښو څخه سیاسي استفاده کوي، او ټوله مهاجرين تر عمومي شک او تردید لاندي راولي. 

د بلي خوا صدراعظمې انګيلا ميرکل او جمهوررييس یوآخیم گاوک دغه پيښه په سختو الفاظو سره غندلې ده، او ویلي یې دي، چي مجرم چي هر څوک وي، هغه به پیدا کیږي ،نیول کیږي او د قانون منگلوته به سپارل کیږي. خود خپلو وطن والو څخه یې داهم غوښتي دي او ویلي یې دي، چي د پيښي عامل چي دغه کار د کومي کرکي له مخي کړی دی، نباید موږ د نورو په مقابل کي کرکي او نفرت ته وهڅوي.