د برلين مسجدونه به زياتره د عربي هيوادونو لخوا تمويل سي
۱۳۸۶ دی ۱۲, چهارشنبهاعلان
د برلين ديوې ټولني د مشرتابه غړي لويديا نوفال وايي، چي شپېته فيصده پيسې به د عربي هيوادونو د مسجدود خيريه ټولنو او نوري به په جرمني کي د بسپني د لاري راټولي سي. نوموړي وايي، د پيسو ورکونوکو هغه اندېښنې چي وايي په دې مسجدونو کي به افراطي اسلام ته وده ورکول کيږي پر ځای نه دي، او موږ د بنسټپاله اسلام استازيتوب نه کو. خو د آلمان د اساسي قانو د څارني مسولين وايي، چي دغه ګروپونه د مصر د اخوان المسلمين د افراطي ډلي سره اړيکي لري.
په مرسته کونکو هيوادونو کي د نورو ترڅنګ، د شارجې او دقطر خليفه هم شامل دي