1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برلين ديوال د چپه کېدو په اړه له ښاغلي استاد حيات الله رفيقي سره مرکه

۱۳۸۸ آبان ۱۸, دوشنبه

دبرلین دیوال چه داروپا وچه ﺉ په دووبرخوویشلی وه د۱۹۸۹میلادی کال دنوامبرپه نهمه نیټه ړنګه سوه چه په پایله کی شرقی المان اوغربی المان بیرته سره یوځای اودیوه ملت په څیرﺉ بیرته خپل ژوند ته ادامه ورکړه...

https://p.dw.com/p/KSBs
د ختيځ او لوېديځ آلمان وګړي د ديوال د چپه کېدو په ورځ پر هغه باندي ولاړ دي
د ختيځ او لوېديځ آلمان وګړي د ديوال د چپه کېدو په ورځ پر هغه باندي ولاړ ديانځور: AP

داچه نن دوشنبه د۲۰۰۹ میلادی کال دنوامبردمیاشتی له نهمی نیټی سره سمون خوری اودبرلین ددیوال دړنګیدودنمانځنی دورځی سره برابره ده موږپدی اړه په کندهارکی دښوونی اوروزنی دپوهنځی له استادحیات الله رفیقی سره ږغیدلی یو اوله ښاغلی رفیقی څخه موپوښتلی چه.

کوم وخت چه په ۱۹۸۵میلادی کال کی ګرباچف دشوروی اتحاد مشرسو.ده اعلان وکړی چه دشرقی هیوادونوچارچاپیره اوسپڼیزه پرده به لیری کوی اوله بلی خوا ي تاکیدوکړی چه دسوسیالیزم چهره به نورله انسانیت ،دیموکراسی ،اوبشری حقونوسره ملګری وی .نوایادګرباچف پدی کی څه راز ؤ؟ایادشوروی اتحاداقتصادله دی وجهی ضیعفه سوی وکوم چه په افغانستان کی دتوداویخ جنګه سره مخامخ و اوکه څنګه ؟

داواقیعت دی چه دسوسیالیزم دایدیالوژی په وړاندی شعوری اوغیری شعوری حرکتونه شروع سول اوله بلی خواپه روحیی اوسیکالوژی لحاظ دسوسیالیزم په وړاندی داسلامی هیوادونویوتنفررامینځته سو.په واقیعت کی دشوروی اتحاداقتصادی توانمندی خپل اخرین حد ته رسیدلی و.که په افغانستان کی دنجیب حکومت تسلیم سوی وای اوکه نه وای نورشوروی افغانستان ته مرسته نسوای رسولای .نوداچه ګرباچف یوسیاستمدار و په اسلامی اوغیری اسلامی نړی کی له ګرم اویخ جنګه سره مخامخ ؤ نوبلاخره ي داوپتیله چه دشرقی المان اوغربی المان ترمینځ دیوال ړنګ کړی اوبله خواله افغانستانه څخه هم خپلی پښی سپکی کړی.

پوښتنه .په هم هغه مهال کی دسوسیالیزم هیوادونوډیروګړی غوښتل غرب هیوادونوته ولاړسی بلخصوص المان شرق وګړی اوپدی اړه به ﺉ ډیرکله مظاهری هم په لیاره واچولی .نوایا په شرقی اروپاکی دسوسیالیزم په وړاندی دتظاهراتواویادخلګویاټولنوغونډیدل ایا په افغانستان کی دسوسیالیزم په وړاندی دروانی جګړی زیږنده وه اوکه نه مخکی له مخکی شرقی اروپاپدی لټه کی و چه شرقی اروپااوغربی اروپابیرته سره یوځای سی؟

بلی داډیره ښه خبره ده دانه یوازی چه په افغانستان کی بلکه نوروهیوادونوکی هم ډیرخلګ غرب خواته مات سول په شرقی بلاک کی یواقتصادی ضعف رامینځته سو لکه نن چه په غربی بلاک کی هم لیدل کیږی .بشرتل ترتله دهوساینی په تلاښ کی دی نوسوسیالیزم بلاک داسی یوبلاک نه ؤچه هلته دی بشرخپله هوساینه محسوس کړی وای.

مرکه کونکی/ حکمت الله اسلمي

کتونکی. زيارمل