د برليناله د فلمي فسټیوال جایزې چا وگټلې؟
د برليناله د فلمي فسټیوال ژوري هییت خپله تر ټولو ښه جایزه، یعني د سرو زرو خرس د«روح او تن» په نامه هنگري عشقي فلم ته ورکړه او پدې ډول سره یې د ۲۰۱۷ م کال تر ټولو ښه فلم ونوماوه.
د«روح او تن» هنگري فلم د۲۰۱۷ م کال د سروزرو دخرس جایزه وگټله
د ریژیسورې «ایلدیکو انیدي»پواسطه جوړه سوې د«روح او تن» د فلم یوه صحنه
د«روح او تن» هنگري فلم ریژیسوره «ایلدیکو انیدي»
ریژیسوره «ایلدیکو انیدي» د سروزرو خرس جایزې د اخیستلو او منني پر وخت ډیر احساسات ښکاره کړه او ویې ویل، چي په دغه فلم باندي یوازي هغه کسان ښه پوهیږي ، چي د لوی زړه خاوندان وي.
د سپینو زرو د خرس جایزه تر ټولو ښې ښځينه ایکټرې ته
«په شپه کي یوازي د ساحل څنگ ته» فلم کي د جنوبي کوریا ایکټره «کیم مین هي»
د سپینو زرو د خرس جایزه تر ټولو ښه نارینه ایکټر ته
دالماني –اطریشي مشترک فلم «رڼايي شپې» اطریشي ایکټر ته د سپینو زرو د خرس جایزه ورکول سوه. ددغه فلم ریژیسور توماس ارسلان دی.
تر ټولو ښه ریژیسور«اکي کاوریس میکي» ته دسپینو زرو د خرس جایزه
امکان لري، چي د ۲۰۱۷ م کال د فلمونو په ۶۷ فسټیوال کي د ریژیسور«اکي کاوریس میکي» دا وروستئ فلم وي. دی نور نه غواړي فلمونه جوړ کړي.
تر ټوله ښه مستند فلم ته د سپینو زرو د خرس جایزه
د« بلاوو ښکار» به نامه سیاسي مستند فلم ریژیسور «روید انتوني» د خبرو پروخت
د فلم تر ټولو ښه کټینگ کونکي ته د سپینو زرو د خرس جایزه
رومانیي «دانا بونیسکو»ته د عشقي ډرامې په فلم«Ana, mon amour کي دښې کټینگ یا پرې کونکي جایزه ورکول کیږي.
د برليناله د فلمي فسټیوال ژوري هییت ته سره غالۍ
ددغه فسټیوال د ژوري هییت دواړو غړو «ماگي گویلین هاد»او «جولیا جینتیش» د سروزرو اوسپینو زرو خرسانو د جایزو په ورکولو کي مهم رول درلودی.
ځلیدونکي خرسان
د برليناله د فلمي فسټیوال مشهوره خرسان «ایږان» چي په دغه شنبه ورځ«د فبرورۍ پر ۱۸ نیټه» ورکول سوه ، تر هغه ډیر کوچنیان دي لکه څنگه چي یې سړی فکر کوي. هغه د ۱۹۵۱ م کال راهیسي جوړیږي او هر یو یې څو ورځي کار غواړي.