د برتانيې پوځ به د وسلوالو طالبانو پر ضد د نوو مرميو څخه کار واخلي
۱۳۸۹ مرداد ۲۵, دوشنبهانترفکس خبري آژانس د هندۍ SME شبکې په قول ليکي چي ډير ژر به په افغانستان کي برتانوي ځواکونه داسي مرمۍ تر لاسه کړي چي د ليري واټن څخه طالب جنگياليو ته سخت تلفات ور ورسوي.
آژانس ليکي چي 5,5 mm کاليبرا نومي مرمۍ د برتانوي کمپنيو «کينيتيک» او «بريتش ايروسپيس» ماهرانو جوړي کړي دي.
تمه کيږي چي دغه نوي جوړي سوي مرمۍ به په ۲۰۱۱ ميلادي کال کي په افغانستان کي د برتانوي ځواکونو په واک کي ورکړل سي.
په روان وخت کي په لويه برتانيه کي ددې مرميو ازموينه روانه ده.
تر ازمويني ورسته بايد د لويي برتانيې حکومت د شاوخوا يو ميليون مرميو د توليد امر ورکړي.
تر مخه د برتانيې ځواکونو ددې څخه شکايت درلودی چي، مرمۍ يې دښمن ته سم تلفات نه اړوي په زياته بيا چي د ۴۰۰ ميتره ليري واټن څخه يې پر و اوروي.
په داسي حال کي چي طالبان چي دکلاشنيکوف څخه کار اخلي د ورته واټن څخه برتانوي ځواکونوته سخت تلفات اړولي دي.
آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم