د برازيل له فوټبالرانو ډکه الوتکه راولېدلې
۱۳۹۵ آذر ۹, سهشنبهد یوه چارواکي په وینا د الوتکې له ویجاړیو څخه شپږ انسانان ژوندي راايستل شوي دي. زیاته شوې ده چې د پیښې ځای ته ژغورونکي ډلې پر لار دي. د پیښې ځای ته د خرابې هوا له کبله یوازي له ځمکنۍ لاري لاس رسی امکان لري. په الوتکه کې اتیا کسان سپاره ول.
په کولمبیا کې د ډیپارټمنټ انټوکیویا، هوایي ډگر یوه ویاند ویلي دي چې دغه چارتر الوتکه د اېلگوردو په غرونو کې له راداره ورکه شوه. د هغه په خبره دغه مهال هوا سخته باراني او بادي وه. ویاند ویلي دي چې پیلوټ د الوتکي تر سقوط مخکي د يوې تخنیکي خرابۍ خبر ورکړی وو. په ځینې نورو رپوټونو کې د الوتکې د تیلو د ختمیدو رپوټ هم ورکړل شوی دی.
رالوېدلې الوتکه د بولیویا د لامیا هوایي شرکت Avro RJ ده. د میدیلین د هوایي ډگر د معلوماتو له مخې په الوتکه کې ټول ۸۱ کسان سپاره ول چي ۷ تنه ئې عمله ول.
په الوتکه کې د برازیل د شپیکونزې Chapecoense فوټبال لوبډلې هم سفر کاوه. په پام کې وه چې دغي لوبډلې د سویلي امریکا – جام، سیالیو په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ د اتلیتیکو میدیلین پر وړاندې لوبه کړې وای.
شپیکونزه د برازیل د سانتا کتارینا د شپیکو سیمې لوبډله ده چې په ۲۰۱۴م کال کې یې لومړي لیگ ته لار وموندله. د سویلي امریکا د فوټبال کنفدراسیون دغې پیښې ته په کتو سره په مؤقتي توگه ټولې لوبې ځنډولې دي.