د برازيل د يوه نڅاځای په اورلگېدنه کي نزدې ۱۸۰ کسان وژل سوي دي
۱۳۹۱ بهمن ۸, یکشنبهاعلان
د برازيل په يو ديسکوتېک يا نڅاځای کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۵۰ انسانان مړه شوي دي. يو تلويزيوني چېنل د ۱۸۰تنو قربانيانو خبر ورکوي. دغه اورلګېدنه د جنوبي آيالت «ريو ګرانده دو سول» د سانتا مارينه په ښار کې پېښه شوې ده. ويل کيږي چې تقريبا ۲۰۰ انسانان ټپيان شوي هم دي. داسې ښايي چې اور به د نڅا په کلب کې دننه د اورلوبو د يوې نندارې له کبله لکېدلی وي.