1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برازيل د ولسمشرې د استیضاح بهیر تصویب شو

۱۳۹۵ فروردین ۳۰, دوشنبه

د برازیل په پارلمان کې د اپوزیسیون د دغه هیواد د ولسمشرې پر ضد د «استیضاح» پیلیدل تصویب کړي دي. د ولسمشر دیلما روزیف، ګوند او متحدینو بیا دا کار یوه کودتا ګڼلې ده.

https://p.dw.com/p/1IXZ4
انځور: Reuters/U. Marcelino

د برازیل ولسي جرګې د دغه هیواد د ولسمشرې استیضاح ته مثبته رایه ورکړه. د دې هیواد د ولسي جرګې په ټولنیزې رسنې تویتر، کې لیکلي دي: «د ټولو مرستیالانو په حضور کې د ولسي جرګې یوې غونډې د ولسمشرې دیلما د استیضاح پریکړه وکړه.»

د ولسمشرې مخالفینو د استیضاح له پاره اړین ۳۴۲ لاسلیکونه ترلاسه کړل. هر استازي د خپلې رایې تر کارولو وروسته، خپله پریکړه اعلان کړه او لنډه وینا یې وکړه.

د برازیل د کارګرانو حاکم ګوند، هم په دغه رايه اچوونه کې خپله ماتې ومنله او او ویې ویل چې دا کار د مخ نیوي وړ نه وو.

له دې سره د دې امکان لا ډیر شوی دی چې ولسمشر ښايي په ۲۰۱۴ کال کې تر بیا ټاکل کیدو مخکې په بوديجې کې د لاس وهلو په باب، پوښتنو ته ځواب ورکړي.د برازیل سنا به پریکړه وکړي

د استیحضاح بهیر به اوس د برازیل سنا ته ولاړ شي. په دې ځای کې به یوه رای اچوونه ترسره شي چې کیدای شي په لومړي سر کې ولسمشرې دنده د شپږو میاشتو له پاره د تعلیق حالت ته راولي او تر هغه وروسته پر هغې باندې د لګول شویو تورونو په اړه محکمه او څرنې وشي. په دې موده کې به د ولسمشرې لومړی مرستیال میشل تیمر، د برازیل چارې په لاس کې واخلي.

د ولسمشرې د استیحضاح بهیر تر تصویبیدو وروسته د برازیل د پارلمان په ولسي جرګه کې سخت بحثونه رامنځ ته شول. دغه بهیر په ژوندی بڼه د تلویزیون له خوا خپریده.

Brasilien Amtsenthebungsverfahren Dilma Rousseff
ديلما روزېفانځور: Reuters/U. Marcelino