1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برازيل تور الماس او د يوې پيړۍ فوټباليست

شمس الرحمن ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۳ خرداد ۱۹, دوشنبه

د فوټبال دغي پېژندل شوي څېرې په کوچنیوالي کې له هغه نوم څخه کرکه درلوده چې اوس ورباندي مشهور دی. هغه پر فوټبال سربیره په فلمونو کې هم کار کړی دی او د موسیقۍ یو البوم يي هم خپور سوی دی.

https://p.dw.com/p/1CEHT
انځور: picture-alliance/KPA

د اروگوای مشهور ليکوال ادواردو گوليانو په خپلو شاعرانه جملو سره وايي چي « موږ خوشبخته وو چې د پلې لوبه مو ولیدله، داسي سوغات مو په برخه سو چي ښکلا يې ډیره نادره او کمیابه ده. د هغو لحظو خاطرې دونه قیمتي دي چي باید تل ېې په یاد ولرو. لکه څرنگه چي انسان فکر کوي داسي نه حیریدونکي شیان په رښتیا هم وجود لري.»

ادسون آرانتس دو ناسیمنتو، چې په پلې باندي مشهور دی د ۱۹۴۰ کال د اکتوبر میاشتي پر ۲۳ نېټه د برازیل د ریو دې ژینیرو او ساو پاولو تر منځ په یوه کوچني ښار کي زېږیدلی دی.

پلې په ۱۱ کلنۍ کي د فوټبال د روزونکو پاملرنه ځانته راجلب کړه. څلور کاله وروسته بیا د "اف. سي. سانتوس" ټیم غړی شو. پلې په دغه لوبډله کي په ۱۶ کلنۍ کي (۱۹۵۶) خپل لومړۍ گول وواهه.

پلې پخپله د هغه وخت په هکله وايي: «دیارلس یا څوارلس کالن وم چي زه د (Bauru) په ټیم کي ولوبېدلم. دا لوبه موږ وگټله جایزه مو ترلاسه کړه او زما انځورونه په ورځپاڼو کي چاپ شول. په هغه وخت کې ما غوښتل چې یو مسلکي فوټباليست شم.

پلې په ۱۹۵۸ کال کي
پلې په ۱۹۵۸ کال کيانځور: picture-alliance/dpa

د برازیل په لیگ کې د ډیر ښه لوبغاړي په توگه ځلیدل د دې سبب سول چي له ده څخه د ملي پوځ لوبډلي په ۱۹۵۸ کال کي د سویډن په نړیوال جام کې د گډون غوښتنه وسوه. دا هغه وخت وو چي نړۍ د فوټبال له یوه پياوړي ستوري سره معرفي سوه.

د پلې د تکتیکي لوبي قدرت، پراخ لید او دقیقو پاسونو ۱۷ کلن پلې، د واواو او گاریشنا تر څنگ د برازیل لوبډلي د درې ضلعي مثلث یو دایمي غړی سو.

پلې د ۱۹۵۸ کال د نړیوال جام په يو پر څلورم فاینل کې یو گول وکړ، په نیمه پایلوبه کي يې فرانسې ته درې گوله ورکړل او په فاینل یا پای لوبه کي يې د ۵ گولونو څخه درې يې ده ووهله.

د برازیل ملي لوبډلي په پایلوبه کي کوربه هیواد سویډن ته ۲ د ۵ په مقابل کي ماته ورکړه، په دې توگه نو پلې په ۱۷ کلنۍ کې د نړیوال جام اتلولي تجربه کړه.

د نړیوالي اتلولۍ جام ترلاسه کول، هغه ژمنه وه چې پلې په ۹ کلنۍ کي له خپل پلار سره کړې وه. په آلمان کي د فوټبال لوبو څارونکي چي د برازیل له ټیم سره ښه آشنايي لري وايي: «په۱۹۵۰ کال کې کله چې پلې ۹ کلن وو د راډیو له طریقه يي واورید چې د اوروگوای هیواد د فوټبال لوبډلي د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کي برازیل ته ماته ورکړه. پلې له خپل پلار سره ژمنه وکړه چې د برازیل بدل به اخلي چې په رښتیا همداسي وسول.»

له بریالیتوب سره ستنېدل

په ۱۹۶۲ کال کې په چېلي او په ۱۹۶۶ کال کې په لويه بريتانيا کې د نړیوال جام سيالۍ د پلې له پاره ترخې خاطرې وې. هغه په چېلي کې په لومړۍ لوبه کي ټپي سو او پاته ټولي بازۍ يې له نندارچیانو سره یوځای تعقیب کړې. برازیل په دې لوبه کي بې له پلې پخواني چکسوالواکیا ته ۳ د يو په مقابل کي ماته ورکړه او نړیواله اتلولي يې وگټله.

په ۱۹۶۶ کال کې هم پلې له ورته وضعیت سره مخامخ شو او د لوبو په لومړي پړاو کې له صحنې څخه ووت. د برازیل لوبډله ۳ پر یو «د پرتگال او مجارستان پر وړاندي» په پرله پسې توگه د دوو لوبو په بایللو سره په همدې پړاو کې له سیالیو څخه حذف سوه. البته پلې د دغو ضربو سره سره له کلکي ارادې او یوه بې ساري لوبغاړي په توگه د لوبي ډگر ته را ستون سو.

۱۹۷۰ کال د فوټبال ميدان ته د پلې د بیرته راتگ کال وو. د فوټبال د لوبو دغه پیاوړی لوبغاړی په۱۹۷۰ کال کي د مکسيکو په نړیوال جام کې د برازیل په تاریخ کې د تر ټولو ښه تیم غړی سو. د دغو سیالیو پای لوبه د ۱۰۵ زرو نندارچیانو په حضور کې د برازیل او ایټالیا لوبډلو تر منځ ترسره سوه.

پلې په ۱۹۶۸ کال کي
پلې په ۱۹۶۸ کال کيانځور: AP

د مکسيکو د نړیوال جام په سیالیو کې د پلې گډون، په نړیوالو سیالیو کي د هغه وروستۍ لوبه وه. که څه هم د برازیل فوټبال فدراسیون هڅه وکړه چي هغه په جرمني کې د ۱۹۷۴ کال په نړیوالو لوبو کي د گډون له پاره راضي کړي، خو د دوی هڅو کومه نتیجه نه ورکړه.

سره له دې پلې له فوټبال سره خدای پاماني کړې وه د «کسموس نیویارک» له امریکايي تیم سره يي د دوو کلونو له پاره تړون لاسلیک کړ او په دې ډول يې یو وار بیا د فوټبال په ډگر کي قدم کښېښود. که څه هم هغه د برازیل له ملي لوبډلي «سانتوس» سره د اروپايي هیوادونو په ستډیمونو کې لوبې وکړې. خو په خپل ټول عمر کې يوې اروپايي لوبډلي ته گول نه ورکړ.

پلې، چي یوازي فوټباليست نه وو

په پای کي پلې، په ۱۹۷۷کال کي خپل مسلکي فعالیت ته د پای ټکی کښېښود. نوموړي د برازیل په ملي او نورو ټیمونو کې ۳۶۳ لوبي کړي دي. پلې د دغو لوبو په ترڅ کي ۲۸۱ گولونه کړي دي. کله چې پلې د خپلي لوبډلې « اف. سي. سانتوس» په یوه لوبه کې خپل زرم گول وکړ، د برازیل د ټولو کلیساگانو زنگونه ووهل شول.

که څه هم خلک پلې د فوټبال د یوه لوی ستوري په توگه پيژني، خو د هغه هنري کارونه یوازي له توپ او شین چمن سره نه محدویږي. هغه په څو فلمونو کي چي د هغو له جملې څخه د «بریالیتوب» فلم د یادوني وړ دی، چي له سیلورستالون او مایکل کین سره يې یوزاي کار کړی دی.

پلې دغه راز ډېري سندري هم ویلي دي. البته نڅا او سندري د برازیلیانو په خټه کي اخښل سوي دي. له همدې امله ډیر خلک له توپ سره د پلې بازۍ په حقیقت کي له توپ سره د هغه له نڅا سره تشبح کوي او خپل حریف تر تاثیر لاندي راولي.

د نړیوال اتل پر لقب سربیره، تر ټولو لوی ویاړ چي د پلې په برخه سو، د فیفا له خوا د شلمي پېړۍ «د نړۍ تر ټولو د ښه فوټباليست» په توگه د هغه انتخابیدل وو. همدارنگه د (IOC) یا د المپیک د نړیوالي کمېټې له خوا د شلمي پيړۍ د «تر ټولو غوره ورزشکار» په توگه انتخابیدل.