1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بدوي میرمن د لا ډیر سیاسي ملاتړ غوښتنه وکړه

کونراد ناوومي/ مسعود جهش۱۳۹۴ خرداد ۱, جمعه

انصاف حیدر په سعودي عربستان کې په لس کاله بند د محکوم شوي بلاګر رایف بدوي، میرمن ده. هغه اوس په برلین کې ده او په هغو مظاهرو کې برخه اخلي چې د دې د میړه د آزادیدو له پاره ترسره کیږي.

https://p.dw.com/p/1FUF3
انځور: picture alliance/empics

له دویچه ویله، سره په مرکه کې هغه د خپل خاوند په ملاتړ خبرې کوي.

دویچه ویله: تاسو د وروستي ځل له پاره کله خپل میړه رایف بدوي، سره خبرې وکړي او هغه تاسو ته څه وویل؟

انصاف حیدر: ما له رایف سره کله چې زه اروپا ته ورسیدم له ناروي څخه خبرې وکړي. کله چې زه ورسیدم هغه غوښتل چې له ما سره خبرې وکړي او ځان ډاډه کړي چې زه ښه یم. له همدې کبله ما ورته زنګ وواهه او ورته مې وویل چې دلته څه روان دي. هغه ته مې د ده په ملاتړ د ترسره کیدونکو مظاهرو په اړه معلومات ورکړل.

دویلچه ویله: هغه څنګه دی؟ آیا هغه ښه دی؟

انصاف حیدر: نه، له رواني او جمسي لحاظه هغه په ښه حالت کې نه دی. که څه هم هغه ما ته په زندان کې د خپل وضعیت په اړه ډیر څه نه دي ویلي خو کله چې زه ورسره په تلیفون کې خبرې کوم نو له غږ څخه یې په درد او ستړیا پوهیږم. زه فکر کوم چې کله هغه څخه د کیدونکي نړیوال ملاتړ په اړه معلومات ورکوم نو وضعیت یې یو څه ښه کیږي. کله چې زه ورته وایم چې موږ به له خپلو هڅو لاس وا نه اخلو او دا چې هغه به په نزدې راتلونکې کې آزاد شي، نو د رایف وضعیت ښه کیږي. خو دا خبره البته چې لا تر اوسه پورې روښانه نه ده. کله د هغه طبیعت ښه وي او کله هم بیا خراب.

رایف بدوي
رایف بدويانځور: privat/Amnesty International

دویچه ویله: تر اوسه پورې د مظاهرو لاسه ته راوړنې څه وې؟ آیا تاسو لا ډیر سیاسي ملاتړ ته اړتیا لرئ؟

انصاف حیدر: هو، باید لا ډیر سیاسي ملاتړ موجود وي. نړیواله ټولنه باید یوازې د رایف بدوي د آزاديدو په اړه خبرې و نه کړي، بلکه باید پر دې اړه هم ټینګار وکړي چې هغه دلته له موږ سره، له خپلې کورنۍ سره یوځای شي. د مظاهرو په اړه باید ووایم چې هغه له موږ څخه رواني ملاتړ کوي. زه غواړم له ټولو هغو کسانو څخه چې په مظاهرو کې یې برخه اخیستې مننه وکړم او غواړم چې هغوی خپل دې کار ته د رایف بدوي تر آزادیدو پورې دوام ورکړي.

دویچه ویله: په آلمان کې د پارلمان مشر نوربیرت لیمرت، د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي، سره له لیدو څخه د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو له کبله ډډه کړې ده. آیا تاسو فکر کوئ چې آلمان باید د سعودي عربستان په برخه کې هم ورته سیاست خپل کړي؟

انصاف حیدر: که رښتیا ووایم زه په سیاسي مسایلو باندې نه پوهیږم نوله دې کبله زه دې پوښتنې ته ځواب نه شم ورکولای.

دویچه ویله: که رایف بدوي آزاد شي نو تاسو دواړه به چیرې ژوند وکړئ؟

انصاف حیدر: موږ په کاناډا کې د خپلې راتلونکې په اړه فکر کوو.

دویچه ویله: تاسو خپلو ماشومانو ته د هغوی د پلار وضعیت څرنګه تشریح کوئ؟

انصاف حیدر: زموږ اولادونه پوهیږي چې پلار يې په زندان کې دی. خو زه دا خبره هغوی ته هر وخت نه ور په یادوم. زه د دې کار له پاره د خپل توان تر اندازې پورې هڅه کوم چې د هغوی درد کم کړم.

دویچه ویله: هغه قیمت چې ستاسو میړه او کورنۍ د بیان د آزادي له پاره ورکړې دی ډیر لوړ دی...

انصاف حیدر: هو موږ د دې له پاره ډیر لوی قیمت ورکړ. موږ سره جدا یو. رایف له خپلو اولادونو لیرې دی او ماشومان له هغه لیري دي. هغوی له پلار پرته لویږي. خو زه پښیمانه نه یم بلکې زه پر رایف او د هغه پر مفکورې باندې ویاړم. پخپله رایف هم پر ځان ویاړي. زما ماشومان پر خپل پلار ویاړي. یوه ورځ به راشي چې دا ټول به یوه خاطره وي.

انصاف حیدر د سعودي عربستان د بلاګر رایف بدوي میرمن ده. یوې محکمې هغه په ۱۰۰۰ درو او لس کاله زندان محکوم کړی دی. په جنورۍ میاشت کې تر ۵۰ درو وروسته د بدوي د درو د سزا حکم د نړیوالو نیوکو له کبله وځنډول شو. میرمن انصاف حیدر به د جون په میاشت کې په بن ښار کې د ده خاوند په استازیتوب د دویچه ویله د رسنیو د نړیوالې غونډې د بیان د آزادۍ جایزه ترلاسه کړي.