د بدن د غړو د بخښلو په قانون کې بدلون راغی
۱۳۹۱ خرداد ۵, جمعهد «د بدن د غړو د بخښلو په قانون» کې د راغلو بدلونونو له مخې اوس له هغو کسانو چې سن ئې له ۱۶ کلونو څخه لوړ وي وخت نا وخت پوښتنه کیږي چې ایا غواړي خپل د بدن غړي یو بل وگړي ته وبخښي او که نه؟
له دې سره نو اوس هغه کسان چې د بدن غړو ته اړتیا لري مجبوره نه دي چې یوازې د داسې وگړو په لټه کې وي چې تر دې مخکې ئې ځانونه د بدن د غړو بخښلو ته د چمتو کسانو په لیست کې ثبت کړي وي. تر دې بدلونونو مخکې د المان د قانون له مخې یوازې له هغو کسانو څخه د بدن د غړو د بخښلو په اړه سوال کیده چې لا وختي ئې په یوې فورمي کې په دې اړخ خپل چمتوالی ښودلی وو.
دغه ډول فورمه یوازې ۲۰ سلنه المانیانو ډکه کړې وه. دا په داسې حال کې ده چې پلټنې ښيي چې ۸۰ سلنه المانیان د بدن د غړو د بخښلو په حق کې دي.
د المان د روغتیا وزیر دانیل بهر، وویل: «په قانون کې دا بدلون په دې معنی دئ چې اوس به نو خلک یوې داسې مرحلې ته په تمه نه وي چې د خپل بدن د غړو د بخښلو پریکړه وکړي، بلکه موږ به له هغوی څخه وخت ناوخت په دې اړه پوښتنه کوو.»
د المان فدرالې ادارې همداراز د بدن د غړو د لیږد په بهیر کې د گواښونو د له منځه وړلو په موخه یو شمیر نور قوانین هم تصویب کړل. د نورو تر څنگ پریکړه وشوه چې په المان کې ۱۳۵۰ کلینیکونه باید د بدن د غړو د لیږد او بخښلو یو همغږی کوونکی په کار وگماري.
په المان کې ۱۲۰۰۰ انسانان د بدن د غړو د لیږد له پاره انتظار باسي چې د هغوی له ډلې څخه هره ورځ درې کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
اژانسونه: مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض