1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بدخشان د قربانیانو له پاره یو ورځنی ویر

سید ریاض/ دویچه ویله۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۴, یکشنبه

په بدخشان کې د ځمکې ښویدنې د پیښې د احتمالي ژوندي پاتې شوو کسانو د لټون د هڅو یوه ورځ وروسته، چارواکو د پیښې ځای د ډله ییز قبر په توگه او د پیښې د قربانیانو له پاره یې نن په ټول افغانستان کې ملي ویر اعلان کړی دی.

https://p.dw.com/p/1BtVq
انځور: Reuters

د شنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه په یوې خپرې شوې وینا پاڼه کې ویل شوي دي: «د بدخشان په ولایت کې د ځمکې ښویدنې د پیښې له امله چې یو طبیعي ناورین دی او زموږ د زیات شمېر هېوادوالو د مرګ ژوبلې سبب شوی دی، یکشنبه به په ټول هېواد کې د یوې ورځې له پاره ملي ماتم وي.»

دغه خبر پاڼه زیاتوي چې د ملي ویر په ورځ به د هېواد په دننه او په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان په سیاسي نمایندګیو کې د افغانستان ملي بیرغ نیم ځوړند وي.

په دغه اعلامیه کې د افغانستان له خلکو، مرستندویه خیریه موسسو او ملي سوداگرو څخه غوښتل شوي دي چې د بدخشان ولایت له مصیبت ځپلو خلکو سره مرسته وکړی.

د افغانستان حکومتي چارواکو د ځمکې ښویدنې په ترڅ کې د مرگ ژوبلې لومړني ارقام رد کړي دی او ویلي یې دي چې تر اوسه د ۳۰۰ تنو وژل تائید شوي دي او ۳۰۰ کورونه له منځه تللي دي.

د ارگو ولسوالۍ د لیرې پرتو کلیو خلک د یوې احتمالي ځمکې ښویدنې له کبله خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي او په خیمو کې ورځې شپې سبا کوي. ځایي چارواکي وایي چې هغوی مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان د طبعي آفاتو سره د مبارزې ادارې ویلي دي چې شاوخوا ۷۰۰ کورنۍ پرته له دې چې کومه سر پناه ولري، تر شنه آسمان لاندې ژوند کوي. نوموړې ادارې ویلي دي چې خیمې، کمپلې، خوراکي توکي او د څښاک پاکې اوبه د بدخشان د ناورین ځپلو له اصلي ضرورتونو څخه شمیرل کیږي.

د افغانستان د حکومت چارواکو د ژغورنې له هڅو د لاس اخیستو څخه وروسته، مصیبت ځپلو ته د مرستو رسولو له پاره خپل پام اوړلی دی. د افغان ولسمشر د دویم مرستیال کریم خلیلي، په مشرۍ یو لوړی پوړی هئیت د شنبې په ورځ د پیښې ځای ته رسیدلی دی. هغه د پیښې ځای د یوه ډله ییز قبر په توگه اعلان کړ. دغه دولتي هئیت له ناورین ځپلو سره د نغدي مرستې پر وخت ژمنه وکړه چې هغوی ته به استوگنځایونه ورکړل شي.

د بدخشان د امنینې قوماندان فضل الدین عیار، د یکشنبې په ورځ دویچه ویله ته وویل چې په اوسني وخت کې د افغانستان د حکومت، نړیوالو مرستندویو سازمانونو او همداشان د افغانستان د ملي سوداگرو له لوري خیمي او یو شمیر نورې لومړنۍ مرستې ناورین ځپلو خلکو ته رسیدلي دي.

د فضل الدین عیار په وینا د افغانستان د دفاع وزارت یوازې دوه څرخي الوتکې له ناورین ځپلو سره د مرستو په برخه کې فعالیت کوي او د ایساف ځواکونو لا تر اوسه په دغه برخه کې هیڅ مرسته نه ده کړې.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه که څه هم چارواکو له ایساف څخه مرسته نه ده غوښتې، خو دې خبرې ته په کتو سره چې نړیواله ټولنه له دغه ناورین څخه خبره ده، نو د ناټو تر مشرۍ لاندې ځواکونو باید پخپله په یوه اقدام لاس پورې کړای وای.