1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «بداخلاقو خبرو» ويډيو ـ ترامپ تر فشار لاندي

۱۳۹۵ مهر ۱۷, شنبه

د ۲۰۰۵ کال يوه داسي ويډيو خپره سوې چي پکښي دونلد ترامپ د ښځو سره د خپلو بداخلاقيو ستاينې کړي دي. يو شمېر کتونکي فکر کوي چي دغه ويډيو به په قاطع توګه هغه په ټاکنو کي ناکام کړي.

https://p.dw.com/p/2R2AD
USA Republikaner Wahlkampf Donald Trump in Reno, Nevada
انځور: Reuters/M. Segar

د هغه وروسته چي د امريکا د ولسمشرۍ د دويم کانديد دونلد ترامپ د ۲۰۰۵ کال په امريکايي رسنيو کي خپره سوه، دغه کانديد تر سخت فشار لاندي راغلی دی. په دې ترڅ کي د نوموړي د جمهوري غوښتونکي ګوند تقريبا ټولو مهمو سياستوالو له هغه څخه خپل ځان ليري کړی دی.

دغه ويډيو چي د خپرونکو رسنيو په وينا په ۲۰۰۵ کال ثبت سوې ده، پکښي په يو سرويس موټر کي د ترامپ او د يو تلويزيون پروګرام «اېکسېس هاليؤډ» ژورنالست خبري کوي. په دې ترڅ کي د دونلد ترامپ ږغ اورېدل کيږي چي د مېرمنو په هکله ډېره «غېراخلاقي» ژبه کاروي. په ويډيو کي اورېدل کيږي چي دونلد ترامپ و ژورنالست ته د خپل ځان ستاينې کوي چي په څه ډول ښځي ازاروي او د هغوی د خوښي پرته د هغوی سره «غېر اخلاقي حرکات» کوي.

يوه مېړه لرونکې ښځه

د دونلد ترامپ په ږغ کي اورېدل کيږي چي وايي زيات وخت په يوه داسي ښځي پسې ؤ چي هغه واده سوې مېرمنه وه. نوموړی وايي چي زيات کوښښ يې وکړ چي هغه ښځه و بعضو افعالو ته وهڅوي خو ونه توانېد. ترامپ په دغه ويډيو کي زياتوي چي څنګه له خپلې مشهورۍ څخه په ګټه اخيستلو سره پردۍ ښځي د هغوی د خوښي پرته مچوي او لاس وراچوي.

د دغه ويډيو یوه برخه د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر ) د امريکا د نامتو رسنۍ واشنګټن پوسټ له خوا خپره کړله سوه. د هغه وروسته دغه ويډيو په زرهاؤ ځله په امريکايي رسنيو کي وليدل سوه او په سمدلاسه توګه ورته د امريکا مشهورو سياستوالو غبرګون وښود.
د ډيموکراټ ګوند له خوا د ولسمشرۍ کانديدي هېلري کلنټن پر خپله ټويټر پاڼه وليکل: «دا بېرونکې خبره ده. موږ اجازه نه سو ورکولای چي دغه سړی ولسمشر سي.»

د ترامپ د ګوندي ملګرو غبرګون

په عيني حال کي پخپله د دونلد ترامپ د ګوند مهمو سياستوالو هم له هغه څخه په دغه موضوع کي فاصله نېولې ده. په دې ترڅ کي د دغه ګوند رئيس راينس پرېبس ويلي: «ښځي هيڅکله هم بايد په دغه ډول ونه يادولې سي... د مېرمنو په تړاو هيڅکله هم بايد په دغسي انداز خبري ونه سي، هيڅکله هم نه.»

د امريکا د استازو د جرګې ويان پاول ريان ويلي چي د ترامپ دغو څرګندونو يې زړه ور بد کړی دی. هغه زياته کړې:«زه هيله لرم چي ښاغلی ترامپ به پر دغه موضوع په جدي توګه غور وکړي.»

د ترامپ بخښنه

د ويډيو د خپرېدو څخه څو ساعته وروسته ترامپ په يو ليکل سوي پيغام کي د دغې موضوع له کبله بخښنه غوښتې ده. وروسته د نوموړي د کامپاين ډلې د هغه يوه ويډيو خپره کړه چي ترامپ پکښي پر خپلو خبرو پښېماني وښودله او ويې ويل چي مخالف اړخ له دغه کار څخه سياسي ګټه پورته کوي. د ترامپ په وينا تر دغې موضوع په امریکا کي نور جدي موضوعات سته چي مخالف لوری ورڅخه د خلکو توجه اړول غواړي.

د ترامپ دغه لانجمه ويډيو د هغه څخه دوې ورځي تر مخه خپره سوې چي هغه به د هېلري کلنټن سره دويمه تلويزيوني مناقشه کوي.

د جمهوري غوښتونکو پخواني کانديد جان مکېن د ترامپ د دغې ويډيو په هکله ويلي: «د دونلد ترامپ د ژوبل کوونکو خبرو له پاره هيڅ ډول بخښنه نسته.» دغه سياستوال حتی يو قدم مخکي تللی او له ترامپ څخه يې غوښتي چي «د دغې موضوع مسؤليت يوازي په غاړه واخلي.» بعضي کتونکي له دغې جملې دا معنا اخلي چي مکېن له ترامپ څخه د استعفی غوښتنه کړې.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (14.07.2016):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب