د بخښنې سازمان په ازربایجان کې د بشري حقونو پر وضعې نیوکه کړې
۱۳۹۱ خرداد ۴, پنجشنبهاعلان
د بخښنې نړیوال سازمان په اذربايجان کښي د بشر د حقوقو پر وضع باندي انتقاد کړی دئ. د شنبې په ورځ په باکو کښي د ايرو وېژن کنسرټ دايريږي.
د دغه سازمان د المانۍ برخي سکرتر ولفګنګ ګرېنڅ، په برلين کښي وويل چي په اذربايجان کښي اوس هم ۱۷ سياسي بنديان سته. په دغه هيواد کښي مظاهرې او احتجاجونه ټکول کيږي او د بيان آزادي نه سته.
ګرينڅ وويل چي له دغه کنسرت څخه بايد استفاده وسي او د دغه هيواد د بشر د حقوقونو وضعي ته باید توجه راواړول شي.