1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بخښني سازمان: سړې هوا ۱۷ انسانان وژلي دي

مسعود جهش (afp)۱۳۹۱ بهمن ۳, سه‌شنبه

د بخښني نړیوال سازمان د سه شنبې په ورځ خبر ورکړ چې سړې هوا په افغانستان کې تر خېمو لاندي د بيځایه شویو کورنيو ۱۷ تنه وژلي دي. ډیری وژل شوي ماشومان دي.

https://p.dw.com/p/17Ok0

د دغه سازمان په خبره دغه کسان د جنوري میاشتې په لومړیو دوو اوونیو کې په کابل او هرات ولایتونو کې مړه شوي دي. په دغه دوو ولایتونو کې د افغانستان ډیری بیځایه شوي کورنۍ تر خېمو لاندي ژوند کوي.

په وروستیو څو کلونو کې ډیر شمیر افغانان د جګړو له اسيته د خپلو سیمو پریښودو ته اړ شوي دي چې اوس په لویو ښارونو کې تر خیمو لاندي ژوند کوي.

د بخښني په نړیوال سازمان کې د اسیا د څانګې مرستیال پولي تروسکات، د سه شنبې په ورځ په یوه بیانیه کې ویلي دي چې «د دغې غمیزي مخنيوی کیدای شوای.»

تیر کال هم په افغانستان کې نزدې۱۰۰ تنو د سړې هوا له کبله په کمپونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. له همدې کبله سږ کال له نړیوالې ټولنې او افغان حکومت څخه مخکې تر مخکې غوښتل شوي ول چې د دغه شان خواشینوونکو پېښو مخه ونيسي.

ښاغلي تروسکات په خپله بیانیه کې زیاته کړې ده: «وروستۍ پيښي ښيي چې په افغانستان کې په کمپونو کې میشت بیځایه شوي کورنيو ته د مرستو رسولو په بهیر کې همغږۍ نه شته.»

تروسکات زیاته کړې ده چې په دغو کمپونو کې بايد د ماشومانو او مشرانو ځانګړې ساتنه وشي، ځکه د هغه په خبره هغوی ته سړه هوا د نورو په پرتله ډیر تاوان رسولای شي.

د بخښني نړیوال سازمان ویلي دي چې په هرات ولایت کې د هغو کسانو کمپونو ته مرستې رسیدلي دي چې له نورو هیوادونو څخه بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي خو د کورنیو بېځایو شویو له پاره د هرات د والي د دفتر تر مداخلې وروسته، مرستې نه دي ورکړل شوي.

ویل شوي دي چې سیمه ییزو چارواکو اندیښنه لرله چې که کورنیو بېځایه شویو کسانو ته مرستې ورکړل شي نو هغوی به په کمپونو کې پاتېدو ته تشویق شي او بیرته به خپلو اصلي ولایتونو او کلیو ته ستانه نه شي.

د ملګرو ملتو د ګډوالو اداره اټکل کوي چې په افغانستان کې روانو جګړو ښايي ۴۵۰۰۰۰ کسان بیځایه کړي وي. خو د بخښني نړیوال سازمان ادعا کوي چې دغه شمیره په اصل کې تر دې لوړه ده.

د بخښني په نړیوال سازمان کې د اسیا د څانګې مرستیال پولي تروسکات، ټينگار کړی دی چې په راتلونکي وخت کې باید د بېځایه شویو کسانو د مړیني د مخنیوي له پاره عاجل اقدامات وشي.