د بخارست په غونډه کي د اجندا پر ټکو باندي اختلاف نه وي
۱۳۸۷ فروردین ۱۳, سهشنبهاعلان
دآلمان دپوځي ځواکونو دسترجنرال ولف ګانګ شنايدرهان په عقيده د ناټو د مشرانو په کومه ستره غونډه کي چي سبا درومانيي په پلازمېنه بخارست کي پيل کيږي، د ناټو دغړو هيوادونو دمشرانو ترمينځ به دغونډي د اجندا په ټکوباندي داسي اختلافونه نه وي چي دوی به د حل لاره ورته ونشي موندلای. دغه خبره الماني جنرال د neuen Osnabrüker Zeitung دورځپاڼي سره دېوې مرکې په ترځ کي کړي. نوموړي الماني جنرال د امريکا دمتحده ايالتونو د اولسمشر جورج ډبليو بوش دانظر چي ويلي دي چي د بخارست په غونډه کي به په دي خبري باندي ټینګار و نسي چي آلمانان دي ارو مرو خپل عسکر دافغانستان سويلي نا آرامو سيموته واستوي يو مثبت او ښه دريځ بلل کيږي. آلمانی جنرال وايي چي آلمان ا وهر بل خپلواک هيواد به خپله پرېکړه کوي چي خپل عسکر چيرته واستوي.