د بحرین باچا د اصلاحاتو د رامنڅته کولو وړاندیز کړې
۱۳۹۱ اردیبهشت ۳, یکشنبهاعلان
په بحرین کي د موټر ځغلولو د« فورمول یو» د سیالیو په درشل کي د هیواد پاچا حمد بن عیسې الخلیفه د اصلاحاتو د راوستلو او د اپوزیسیون سره د خبرو اترو اراده ښوولې ده. د پاچا له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي، چي دی په شخصي توګه د مخالفینو سره پخلاینه غواړي. په بحرین کې د فورمول یو سيالۍ مخکي له څو ورځو راهیسي مظاهرې دوام لري. د پلازمېني مناما په شاوخوا کي پولیسو د مظاهره کوونکو سره ډير سخت چلند وکړ. د مناما په شمالي برخه کې د خبري اژانسونو په حواله د یوه مظاهره کوونکي مړی موندل شوی دئ. تیر کال دا سیالۍ په بحرین کي د خونړیو مظاهرو له کبله دوه ځله و ځنډېدلې.