1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بایرن ایالت پر پولو د سختو امنیتي تدابیرو غوښتنه

۱۳۹۴ آبان ۲۴, یکشنبه

پر پاریس د بریدونو څخه وروسته هورست زیهوفر، د دې ایالت پر پولو د سختو امنیتي تدابیرو د نیولو ملاتړ کوي. زیهوفر تر هغې وروسته دا غوښتنه کوي چې تیره هفته د دې ایالت پر پوله یو کس له وسلو او چاودیدونکو مواد سره ونیول شو.

https://p.dw.com/p/1H66l
Seehofer - CSU
انځور: picture-alliance/dpa

د کډوالو په اړه نور معلومات دلته ولولئ:

سربیره پر دې چې د آلمان ځینو وزیرانو ویلي دي چې د پاریس تر بریدونو وروسته باید د احساساتي پریکړې له نیولو څخه ډډه وشي خو د بایرن ایالت لومړي وزیرهورست زیهوفر په دې باور دی چې له دې غمیزې څخه وروسته باید پر پولو امنیت لا هم ټینګ شي.

هغه د آلمان له فدرالي حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې یواځي د اروپا نه بلکه د آلمان د فدرالي ایالتونو پر پولو هم باید سخت امنیتي تدابیر ونیسي.

زیهوفر د بایرن ایالت پر پوله د هغه کس نیولو ته چې وسلې او چاودیدونکي مواد یې انتقالول په اشارې سره وویل: «د مهاجرت د لوړې کچې په پام کې نیولو سره باید موږ په دې پوه شو چې زموږ له پولو څخه څوک راتیریږي.»

آلماني چارواکي دا څیړنې کوي چې د بایرن ایالت پر پوله د نیول شوي کس او پر پاریس د بریدونو ترمنځ کوم تړاو شته او که نه.

«د غیرقانوني مهاجرت ادامه ناممکنه ده»

د بایرن ایالت د مالیې وزیر مارکس زودر، ویلت ام زونتاګ «Welt am Sonntag» ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي چې که چیرې د اروپایي اتحاديې پر پولو امنیتي تدابیر نه نیول کیږي نو آلمان باید پر خپلو پولو امنیت ټینګ کړي. د آلمان حکومت باید دا هم په پام کې ولري چېد اړتیا په وخت کې خپلې پولې وتړي.

زودر همداراز ویلي دي: «غیر قانوني او نا منظمه مهاجرت باید ادامه پیدا نه کړي. پاریس هر څه بدل کړل.»

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر د شنبې په ورځ وویل چې له فرانسې له غوښتنې سره سم یې د دې هیواد سره پر پوله امنیتي تدابیر سخت کړي دي. هغه همداراز وویل چې د فرانسې د غوښتنې پر اساس آلمان په موټرو، اورګاډو او هوایي ډګرونو کې تلاشي ګانې ډیروي.

دیمیزیر زیاته کړه چې د کډوالو پر ضد د بریدونو شمیر ډیر لوړ دی نو ځکه د دې کار له پاره د نورو خلکو له هڅولو څخه باید ډډه وشي.

د آلمان د صدراعضمې معاون زیګمار ګابریل، هم ګواښ وکړ چې د کډوالو پر ضد ښایي نور بریدونه هم تر سره شي، هغه د دې کار لامل داسې په ګوته کړ: «ځګه چې ډیر شمیر کډوال له هغو سیمو څخه راځي چې موږ ته او نړی ته تروریزم صادروي.»

د شنبې په ورځ انګلا میرکل هم د پاریس د پیښو په اړه خپله خواشیني څرګند کړه او دا پیښه يې وغندله. په دې پیښو کې لږ تر لږه ۱۲۹کسان وژل شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب