یواخيم هِرمن، د مهاجرو پر سیاست نیوکه کړی
۱۳۹۵ شهریور ۲۴, چهارشنبهد المان د بایرن ایالت د کورنیوو چارو وزير یواخيم هِرمن، د المان حکومت د مهاجرو پر سیاست نیوکه کړی. نوموړي د فونکه (ډله ییزو رسنیو ورځپاڼو) ته ویلي دي: «په ځانګړي توګه د تیر کال په مني کې،د مهاجرو د هجوم پر مهال د یوه دقیق او ټولیز کنترول نه موجودیت، د دا ډول ستونزو د رامنځته کیدو سبب شو.»
د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر په خبره په زرګونو تنه مهاجر بې له دې چې هویت یې و ارزول شي زموږ هیواد ته راغلي دي.
هرمن وویل: «موږ په همدې منځ کې پوهیږو چې داعش له دغې امنیتي تشې څخه په هدفمندانه توګه استفاده کړی، تر څو ترهګر د مهاجرو په نامه د اروپا خاورې ته دننه کړي.»
په همدې توګه د المان د مهاجرو اداره باید په عاجل او دقیق ډول د ټولو هغو مهاجرو مشخصات چې المان ته راغلي دي وڅیړي.
سربیره پر دې هِرمن د سرحدي پولو د ډیر سخت کنترول او ټولو هغو مهاجرو د هويت روښانه کیدو غوښتنه وکړه چې د المان خاورې ته داخلیږي. هغه وویل: «هغه کسان چې بشپړ مشخصات یې څرګند نه وي، د هغو د هویت معلومیدو تر وخته پورې باید په سرحد کې وساتل شي.»
پولیسو د سه شنبې په ورځ د المان په شلیسویګ هولشټاین ایالت کې دری تنه مهاجر نيولي دي چې ګمان کیږي د داعش یا «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې غړي دي. د المان د کورنيو چارو وزارت د ارزونې پر بنسټ یوه احتمالي ترهګريزه هسته یې له منځه وړې.
د المان د لوې څارنوالۍ د اطلاعاتو پر بنسټ، دری تنه سوریایان چې ۱۷،۱۸ او ۲۶ کاله عمرونه لري د داعش یا«اسلامي دولت ډلې» په سپارښتنه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر په میاشت کې د بالکان مسير له لارې المان ته ننوتلي ول.