د بايسکل زغلولو افغان ښځينه لوبډله سياليو ته تياری نيسي
د افغانستان د بايسکل زغلولو د ښځو د تيم غړي خپل بايسکل په موټر کي تر ښار دباندي باسي او هلته تمرين کوي. دوی وايي چي په ښارونو کي تکليف ورکول کيږي.
معصومه عليزاده د ملي تيم غړې
د رويترز خبري آژانس د راپور له مخي په دې وروستيو ورځو کي د افغانستان د بايسکل زغلولو د ښځو تيم د سياليو له پاره تمرينونه کوي.
ژاله د ملي تيم غړې
د افغانستان د بايسکل زغلونو د ملي تيم غړی د تمرين له پاره تر ښار دباندي وزي او تر هغه ځايه بايد خپل بايسکل په موتر کي ولېږدوي.
د افغانستان د بايسکل زغلولو ملي تيم
دغه پېغلاني د تمرين له پاره تر کابل ښار دباندي وزي، څو خلک تکليف ور نه کړي.
خو بیا هم د تمرين پرمهال هغه موټر چلونکي چي له دغي سيمي تيري دوی ته په لوړ آواز يو څه وايي.
دوی د تمرين له پاره کومه مشخصه سيمه نه لري.
د افغانستان د بايسکل زغلولو د ملي تيم غړې ملکه يوسفي وايي چي د دوی ترينر عبدالصديق صديقي د دوی له پاره يو سپر دئ. دا وای که هغه نه وي موږ به هيڅ تمرين ونه کولای سو.
صديقي وايي، هغه څوک چي د ښځو بايسکل چلولو ته په بده سترگه گوری، هغوی خپل اولادونه هم ښوونځيو ته نه لېږي.
د افغانستان د بايسکل چلولو د ښځو تيم د تمريمن پر مهال.
اوس په افغانستان کي د ښځو په ژوند کي ډېر بدلون راغلی، يو وخت دوی له کوره بې له نارينه د وتلو اجازه نه لرله.
د افغانستان د بايسکل زغلولو د ښځو ملي تيم اوس کرار کرار نفس اخلي.
د ملي تيم غړي کابل ته نژدې پر يوه غره باندي.
د بايسکل زغلولو ملي تيم بايد ډول ډول تمرينونه وکړي، څو بيا ستړي نه سي.
د تمرين په حالت کي کله نا کله ساتري هم ښه وي.
د ملي تيم غړې ملکه يوسفي وايي چي اميد واره ده چي د بايسکل زغلولو په «تور دي فرانس» سياليو کي به د لومړی افغاني په توگه برخه واخلي.
د افغانستان د بايسکل زغلولو د ملي تيم غړې معصومه عليزاده.
تر ۴۰ زياتي ښځي په دې ورځو کي کابل ته نژدې د بايسکل زغلولو تمرين کوي.