د بايرن د آيالت لومړی وزير تر فشار لاندې دی
۱۳۸۵ دی ۲۶, سهشنبهاعلان
د گوند په مشريزه غونډه کې شتويبر د برخه والو په وړاندې داسې وويل چې دی کېدای شي ځان کانديد کړي خو دا بيا سل په سلو کې بايده هم نه دي. ټولو برخه والو بيا د دغې خبرې په وړاندې تعجب وکړ او ډېرۍ برخه گډون کونکي يې ښايي په 2008 م کال کې د شتويبر د بيا کانديدېدو مخالفت وکړي. شتويبر خپلو اشتباهگانو ته هم اشاره وکړه او هم يې د مسيحي دموکرات گوند کړکېچنې وضعې ته گوته ونيوله. د بايرن د آيالتي شورا يوه استازي کونراد کوبلر د دې غوښتنه وکړه چې د لومړي وزير او د گوند د مشر دندې دې سره جلا کړای شي.