د بامیانو د امنیت په اړه اندیښنې
۱۳۹۱ خرداد ۹, سهشنبهد بامیان ولایت د امنیې قومندان جنرال جمعه گلدي یاردم، د رویترز خبري آژانس ته د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې شاوخوا ۲۰ تنه طالبان له گاونډي ولایت بغلان څخه بامیانو ته راغلي دي او د نوموړي ولایت په څو ولسوالیو کې ئې بریدونه تر سره کړي دي.
یاردم د رویترز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «عموماً هغوی د سړک د غاړې ماینونه ښخوي، پر پوستونو باندې بریدونه تر سره کوي او ان پر ځینو دولتي ودانیو باندې ځانمرگي بریدونه هم کوي.»
بامیانو ته د ۲۰۰۱م کال د مارچ په میاشت کې هغه وخت د خلکو ډیر پام واوښت چې طالبانو په دې ولایت کې د بودا مجسمې په بمونو والوزولې.
سره د دې چې په دغه ولایت کې څو وارې بمي چاودنې او بریدونه تر سره شوي دي خو بیا هم دولت هڅه کوي چې دغه ولایت د توریزم مرکز وگرځوي. په دغه ولایت کې د بودا د مجسمو سربیره بند امیر هم پروت دئ، چې د سیلانیانو له پاره یو په زړه پورې ځای دئ.
د بامیانو د امنیې قوماندان په خپلو خبرو کې ویلي دي چې وسله وال غواړي چې د بریدونو په تر سره کولو سره په خلکو کې ویره او وارخطایي رامنځ ته کړي او دغه آرام ولایت بې امنه کړي.
بامیان یو له هغو ولایتونو څخه دئ چې بشپړ امنیت ئې د ۲۰۱۱م کال د جولایې په میاشت کې افغان ځوکوانو ته وسپارل شو. په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه پولیس او استخباراتي مامورین پر دنده بوخت دي، خو په دغه ولایت کې د ملي اردو سرتیري نشته.
د بامیانو د امنیې قوماندان په وینا وسله والو له امنیتي خلا څخه په گټه اخیستلو سره په بریدونو کې ډیروالی راوستی دئ او دا به په څرگند ډول د بامیان پر امنیت تأثیر ولري.
هغه زیاته کړې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او د بغلان له امنیتي ځواکونو څخه ئې غوښتي دي چې د یاغیانو پر وړاندې درانه عملیات پیل کړي، ځکه که چیرې بریدونه همداسې ادامه ولري نو دوی به د ولایت د امنیت ساتلو له پاره کافي پولیس و نه لري.
د بامیانو د والي ویاند عبدالرحمان احمدي، ویلي دي چې په نسبي توگه اوس هم په دغه ولایت کې امنیت ښه دئ. هغه زیاته کړې ده چې بامیان خوندي او امن دئ خو بیا هم ځیني ستونزې موجودې دي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش