1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بالکان لاره په بشپړه توگه تړل سوې ده

۱۳۹۴ اسفند ۱۹, چهارشنبه

د اروپا شمال ته د ترکيې له لاري د بالکان هيوادونو مسير تقريباً په بشپړه توگه بند سوی. سلوانیا نه غواړي نور يوه مهاجر ته هم اجازه ورکړي. دغه راز گاونډیو هيوادونو هم د مهاجرو د ورتگ د مخنيوي په موخه سخت گامونه اخيستي دي.

https://p.dw.com/p/1I9dA
Griechenland Mazedonien Flüchtlinge in Idomeni
انځور: Getty Images/AFP/L. Gouliamaki

د سلوانيا د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی دئ چي په راتلونکې کي به يوازي هغه مهاجر وکولای سي دغه هیواد ته ورسي چي هلته د پناه غوښتنه وکړي او يا نور بشري دلايل ولري.

د بالکان په لوېديځه حوزه کي سربستان هم دې ته ورته غبرگون ښوولی دئ. د دغه هیواد د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی دئ، چي دوی هم غواړي له مقدونيا او بلغاريا سره په سرحدونو کي نوي قواعد پلي کړي. په دې سره نو د بالکان لاره عملاً بنده سوې ده.

د سربستان حکومت په انترنيت پاڼه کي لیکل سوي دي: «سربستان د دې توان نه لري چي د مهاجرو د راټولېدو ځای وگرځي.»

کرويشا چي هم د سلوانيا او سربستان ترمنځ ده، د خپلو گاونډيانو په شان ئې غبرگون ښوولی دئ. دغه هيواد د يونان او مقددونيا له سرحده د ورځي يوازي څو سوو مهاجرو ته د تېرېدو اجازه ورکوي. په يونان کي اوس نژدې ۳۶۰۰۰ مهاجر بند پاته دي.

خو د وضعيت د ښه کېدو په برخه کي هيلي سته. د ترکيې لومړي وزير احمد داود اوغلو په ازمير کي له خپل يوناني سيال الکسيس سيپراس، سره د ملاقات پرمهال ويلي دي چي د يونان او ترکيې ترمنځ همکاري «مرکزي» اهميت لري.