1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بارک اوباما د افغانستان دسياست په باب مختلف نظريات

۱۳۸۷ دی ۳۰, دوشنبه

د بارک اوباما هغه وعده چي غواړي په پاکستان کي د اورپکو پر پناه ځايونو باندي خپل زور واچوي ،او په افغانستان کي خپل سرتيري ډير کړي

https://p.dw.com/p/GbVS
بارک اوباماد جمهوري رياست دانتخاباتو د ګټلو دمخه په افغانستان کښي
بارک اوباماد جمهوري رياست دانتخاباتو د ګټلو دمخه په افغانستان کښيانځور: AP

،د افراطيت سره په مبارزه کي د افغانستان حکومت ته نوي هيلي ورکړي دي .

خو ددغه کار څخه بيا عادي افغانان په خپل هيواد کي د يوه رښتيني بدلون انتظارنه لري .ځکه دوی وايی چه د متحده ايالاتو تر 7 کلني مداخلي وروسته د طالبانو تر مشري لاندي بغاوت نور هم شديد سوی دی .

د جمهور رييس حامد کرزي وياند، همايون حميد زاده د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل چي دی « د تروريزم ضد جګړې په لاره کي د يو اساسي تغير هيله من دي »، خصوصا د متحده ايالاتو دې ژمني ته چي غواړي پاکستان او هلته د تندلارو دپټيدو ځايوته پام واړوي .

اوباما ويلي دي چي دی به د القاعده او طالبانو پر ضد جګړه د افغانستان د سرحد پوري غاړي ته ورسوي، چيري چي هغوي په 2001 کال د طالبانو د رژيم تر نسکوريدو وروسته پناه يووړه .

ده همدا راز د کابو 30 زرو نورو امريکايي سرتيروپه استولو سره چي انتظار کيږي تر دوبي پوري افغانستان ته ورسيږي، دنړيوالوپوځي قوماندانانو د غوښتنو څخه ملاتړ کړی دی .

ځيني چارواکي وايي چه دغو سرتيرو ته د افغان ملي پوځ د روزني د ګړندۍکولو دپاره اړتيا ده ،تر څو د امنيتي وظايفو په غاړي اخيستو، سرحدي غيرقانوني تيريدنو په مخ نيوي ، او د جمهوري رياست په انتخاباتوکي د امنيت د ساتني دپاره د هغه توانمندي غښتلې سي.

خو نور افغانان بيا د امريکايي عسکرو د زياتوالي څخه په خپل جګړه ځپلي هيواد کي انديښنه لري .د هغوي په نظر د نړيوالو سرتيرو زياتوالی د حملو د زياتوالي معنی لري .

حميدالله طرزی چي د 1989 تر 1992 کلونو په منځ کي په افغانستان کي د ماليې وزير ؤ، وويل : « ډيرو عسکرو ته ضرورت نسته، هغه څه ته چي ضرورت دی، هغه بيا رغونه ده، هغه د اقتصاد اوکارونو وده ده .»

يو بل افغان څيړونکي، وحيد مژده د فرانس پرس خبري آژانس ته ويلي دي ،چه په افغانستان کي د ملګرو ملتو د تيروکلونو د ماموريت اشتباه دا وه چي تر ډيره حده پوري يې پر پوځي قوت تکيه کړي ، نه په پرمختيايي او ډيپلوماتيکي هڅو باندي، اوداهغه څه وه چه ورته اړتيا وه .

ده وويل د ياغيانو پرضد په عملياتو کي د عادي افغان کليوالي خلکو او ولسي وګړو په مقابل کي دنړيوالو سرتيرو بي پروا تاکتيکونو،د عامو خلکو غوسې او ناخوښۍ تغذيه کړي دي .

وحيد مژده اضافه کوي چه : « د افغان کليوالي خلکود کورونو ناحقه لټولو، غيرضروري عملياتو اودخلګو په وژلو سره هغوي يعني نړيوالو سرتيرو ځانونه تجريدکړل . او دا بايد د امريکا دنوي حکومت دپاره يو عبرت وي .»

ده زياته کړه: «په پوځي ډګر کي يوې نوي ستراتيژۍ، د سولي په خاطر د نورو لارو چارو لټولو، او د افغانستان د خلګو دپاره د يوه ښه ژوند د شرايطو برابرولو ته اړتيا ده. دا ټولي هغه غوښتني دي چي د متحده ايالاتو نوي جمهور رييس ته متوجه دي .»

پر ستراتيژي باندي د سره د کتلو د خبرو په ترڅ کي ،دملګرو ملتو ځانګړي استازي، کاي ايدي وويل،چه د طالبانو څخه د وروسته دورې افغانستان دپاره دعمومي پلان طرح اساساً ښکاره او روښانه وه، چي تر ډيره حده ړمبيتوبونو ته ځير سوې وه، لکه د امنيت ټينګول او اقتصادي پراختيا.

ده د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل:« خوزه فکر کوم پر هغه څه چي موږ موافقه کړي ده، په سمه مو عمل نه دی کړی .»

د ملګرو ملتو خاص استازي وويل: « کله چي د متحده ايالاتو نوې اداره جوړه سي، نودا يو ډير ښه مناسب وخت دی، چي په دې لارکي نوې انرژي په کار ولويږي .»

د فرانس پرس خبري آژانس دخپل مضمون په پای کي ليکي : خو دکابل پر سړکونو باندي عام افغانان بيا وايي ، هغوي ګمان نه کوي چي وضعه به د جارج ډبيلوبوش د حکومت د ورځو په نسبت ډير زيات تغير وخوري . لکه چي دکابل د پوهنتون د سياسي څانګي محصل، ضياءالدين وايي: « دغټو هيوادو سياست اکثرا ثابت پاته کيږي .»