د بارسلونا مېله: د گرځنده تلیفون نوې نړۍ
د هسپانيا په بارسلونا ښار کې د«نت» په نامه د تخنیکي نړۍ یوې لويي ادارې د موبايل تلیفونو په اړه نړیواله تجارتي مېله کې خپله نوې ټکنالوژې(ځیرک تلیفونونه، ځیرک ساعتونه، او ځينې نور شیان) معرفي او ننداري ته وړاندي کړل.
د سمسونگ ځیرک تلیفونونو نوی ماډل
مینه والو د جنوبي کوریا د سمسونگ کمپنۍ نوي ماډل ته په ډیره ناکرارۍ سره انتظار لاره. سمسوگ کلیکسيS6 ،له دوو مختلفو ماډلونو سره په اپریل میاشت کې بازار ته وړاندي شو. د دغه ماډل ځانگړنه په دې کې ده چې د سکرین هنداره یې د موبايل تر څنډو پوري غځیدلې او بیا راتاوه شوې ده چې د موبایل د ښکلا تر څنگ په استعمال کې هم اسانتیا رامنځته کوي.
موبايل د لاسي ساعت په توگه
تر اوسه پورې له کمپیوټري ساعتونو څخه د زړه ضربان معلومولو، قدم وهلو او نورو برخو کې کار اخیستل کیده، خو اوس د جنوبي کوریا LG کمپنۍ له خوا جوړ شوی ساعت( Urbane LTE )سره تلیفون کول هم ممکن دی. د دغه ساعت کارونکې باید له گوشۍ څخه کار واخلي او یا هم ساعت ته خوله نږدې کړي او خبري وکړي. په دې ساعت کې یو سیم کارت نصب دی چې له موبایل سره ارتباط لري او کارونکې کولای شي خپل موبايل په کور کې پریږدي.
د کمپیوټري ساعتونو مود
په بارسلونا کې نورو کمپیونو هم خپل سمارټ ساعتونه نندارې ته وړاندي کړي ول. د هواوي په لومړني ځیرک ساعت کې د زړه ضربان او حرکت د فاصلې معلومولو اله موجوده ده. له دې لاری ترلاسه شوې ډاټا سړی کولای شي د طب او روغتیا په هکله ایپس سره پرتله کړي. دغه ساعت د ۵۱۲ میگابائټس ډاټا کنجایش لري په داسې حال کې چې د موسیقۍ او نورو شیانو له پاره د ۴ گیگا بائټه ځای لري.
د متناسب اندام، لاس بندونه
د«بی ټو» په نامه فټنس بینډ یا د اندام د ښکلا بندونه په طلائې او نقریې رنگونو کې موجود دي. د دغه لاسبند دسپلې د ټچ سکرین خصوصیت لري چې د وخت تر څنگ د خوب، کالوري او وهل شوي فاصلې په هکله معلومات ښکاره کوي. د هواوی کمپني وایې چې تر چارچیدو وروسته د دې لاسبند په وسیله کیدای شي تر ۷ پرله پسې ساعتونو پوری موسیقي واریدل شي او یا هم تر ۵ ورځو پوري معلومات وساتل شي.
قدم په قدم کنترول
د HTC په نامه تایواني کمپنۍ له خوا په دغه جوړ شوي لاسبند کې د(جي پي اس) سیستم او نور حساس الات نصب شوې دي. د دغه لاسبند پر سکرین کیدای شي خبرونه او د په لاس کوونکي شخص ټول حرکتونه او د جسمي فعالیتونو په هکله نور معلومات ولیدل شي.
سپکه کمره
د Acumulus9 کمپنۍ له خوا جوړي شوې دغه سپکي کمرې هم د بارسیلونا په مېله کې نندارې ته وړاندي شوې. دغه کمرې د یوه زنځیر په وسیله کیدای شي سړی په غاړه کي واچوې او له ځان سره یې وگرځوي. دغه کمره په دې جریان کې د شاوخوا شیانو ویډیو او انځورونه اخلي. کله چې دغه کمره فعاله وي په هره دقیقه کې یو انځور اخلي.