1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بارسلونا ترهګریز برید: د نړۍ مشران په ویر کې

۱۳۹۶ مرداد ۲۷, جمعه

د هسپانیې د بارسلونا ښار کې د لارۍ ترهګریز برید تر پیښې وروسته له دې هیواد سره نړیوالو خپله خواخوږي څرګنده کړې. د نړۍ ګڼ شمیر مشرانو دغه برید غندلی چې په پایله کې یې ۱۳ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډیر ټپیان شوي.

https://p.dw.com/p/2iSXu
Bildkombo Statements zur Barcelona Lastwagenattacke

په بارسلونا کې د پنجشنبې ورځې تر ترهرګیز برید وروسته د خواخوږی ګڼ شمیر پیغامونه خپاره شوي. په دې پیښه کې چې یو لارۍ ډوله موټر د بارسلونا ښار په لاس رامبلاس سیمه کې په پلي تلونکو کسانو ورختلی چې له امله یې ۱۳ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ یې ډیر ټپیان کړل. دغه سیمه د کاټولونیا په زړه کې پرته ده.

د کټولونیا د سیمه ایز حکومت لخوا په رابلل شوې بیړنۍ غوڼده کې تر ګډون وروسته، د دې سیمې ولسمشر کارلیس پوایګدمینت وویل چې «کټولونیا به یو ځل بیا داسې حالت ته ورسیږي چې له سولې او آزادۍ به دفاع وکړي او دیموکراسي به وحشت مات کړي.» په دې سیمه کې درې ورځنی ماتم هم اعلان شوی.

تر دې برید شیبه وروسته، د هسپانیې لومړي وزیر ماریانو راخوی په خپله تویتر پاڼه لیکلي چې هغه له ټولو ادارو سره په اړیکه کې دی او عاجل اولویت یې دا ټاکلی وو چې ټپیانو ته روغتیايي مرستې او د دې عملیاتو له ځواکونو سره مرستې وشي. د دې ایالت مشر، د هسپانیې د ولسمشر مرستیال او د کورنیو چارو وزیر له دې پیښې سره سم خپلې رخصتۍ پای ته ورسولې او بیرته بارسلونا ته وګرځیدل.

راخوی په خپله تویتر پاڼه لیکلي چې وحشت او ترهګري به هيڅکله هم یو داسې هیواد مات نکړي چې یو موټی او آزادي خوښوي. په دې تویت کې لیکل شوي چې «ټوله هسپانیا د [د دې برید] له قربیانانو او د دوی له کورنۍ سره ده.»

په عین حال کې د هسپانیې شاهي کورنۍ هم د تویتر له لارې دغه برید غندلی او بریدګر یې قاتلان او مجرمین ګڼلي دي. یادې شاهي کورنۍ په تویتر کې لیکلي چې ټوله هسپانیا بارسلونا ده او لاس رامبلاس به یو ځل بیا د ټولو وي.

د هسپانیا اسلامي کمیسیون یا (UCIDE) هم دغه پیښه غندلې او د بارسلونا د پیښې په تړاو یې خپل پریکون اعلان کړی او له هر ډول ترهګرۍ سره د مبارزې له پاره یې په خپل تعهد یو ځل بیا ټینګار کړی. دغه کمیسیون هیله څرګنده کړې چې بریدګر به ونیول شي او پر دوی دې عدالت ژر تر ژره عملي شي.

Spanien | Lieferwagen fährt in Barcelona  in eine Menschenmenge | Polizei und Forensiker untersuchen den Tatort
انځور: Getty Images/D. Ramos

د هسپانیې له پولو بهر د خواخوږۍ پیغامونه

په دې لړ کې د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل هم د هسپانیې له حکومت سره خپله خواخوږي شریکه کړې او وايي چې په دې سخت وخت کې هغه د هسپانیې له خلکو سره ځان نږدې ګڼي. سربیره پر دې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، زیګمار ګابریل او د آلمان د حکومت ویاند شتیفن سایبرت د پیښې په هکله خپله خواخوږي څرګنده کړې او له قربانیانو او کورنیو سره یې خپل پیوستون اعلان کړی.

په آلمان کې سوسیال دموکرات ګوند او د دې ګوند مشر مارتین شولڅ هم دغه برید غندلی او وايي چې هغه د بارسلونا د برید د خبر له امله «په شوک او غصه شوي». شولڅ همدا راز ویلي چې زموږ په ارزښتونو باندې ناځوانمردانه بریدونه دوام کوي. د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیز هم د دې برید د خراب خبر له امله په شوک کې شوی او وايي چې «ترهګرۍ موږ ته خپل ناولی مخ یوځل بیا را وښود.»

بل لوري ته بیا په آلمان کې د آلمان له پاره بدیل ګوند یا د AfD مشرې فراوکه پیترې لیکلي چې اروپا بدلون ته اړتیا لري او موږ باید حقیقت سره مخامخ شو.

په عین وخت کې د فرانسې ولسشمر مانوئیل ماکرون هم وویل چې د هغه او د هغه د هیوادوالو خواخوږي د دې دردوونکي برید د قربانیانو له کورنۍ سره ده. هغه ویلي چې «موږ متحد او متهعد پاتې کیږو.» ماکرون په هسپانوي ژبه په خپل تویتر کې وروسته له [هسپانیې] سره خپل پیوستون اعلان کړی او لیکلي یې دي چې موږ له تاسو سره یو.

Spanien Schweigeminute nach Terroranschlag in Barcelona
انځور: Reuters/S. Perez

سربیره پر دې د عیسويانو مذهبي مشر، پاپ فرانسیس هم د بارسلونا د برید قربانیانو ته دعا کوي او د قربانیانو له کورنۍ سره یې خپل نږدې والی اعلان کړی. د واتیکان ویاند ګریک بورکه لیکلي چې پاپ د پنجشنبې ورځې د برید له امله ډیر اندیښمن شوی او دغه پیښه یې له نږدې څخه تعقیبوله.

په دې لړ کې د  کاناډا لومړي وزیر جستن ترویدو هم لیکلي چې د دې خونړي برید له امله ډیر خفه شوی. نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي چې «په داسې حال کې چې موږ خپله غصه له نظره نشو غورځولای خو په ګډه موږ د داسې ټولنو د ساتنې له پاره خپل تعهد یو ځل بیا تازه کوو په کومو ټولنو کې چې یووالی، پرانیستوالی او ګډون شتون ولري. په اعلامیه کې همدا راز هسپانیې ته په خطاب کې لیکل شوي چې موږ له تا سره دردمن یو او موږ د تاوتریخوالي او نفرت هر ډول غندو.

د نړۍ د مشرانو د دې پیغامونو په کتار کې د امریکا ولسمشر هم دغه پیښه غندلې او هسپانیې ته یې د مرستو وړاندیز کړی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن هم د مرستو وړاندیز کړی او په یوه اعلامیه کې یې خبرداری ورکړی چې «د نړۍ په هر ګوټ کې ترهګر باید په دې وپوهیږي چې د امریکا متحده ایالات او متحدین یې دې ته ژمن دي چې تاسې پیدا کړي او په تاسې عدالت عملي کړي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتاریش هم د یوې اعلامیې له لارې دغه برید غندلی. اعلامیه وايي چې «هغه [د ملګرو ملتونو سرمنشي] د وژل شوو کسانو دوستانو او کورنیو، د هسپانیې حکومت او د دې هیواد خلکو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوي.» په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په حواله ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله شوې او له نفرت څخه د ډک دې برید د مسؤلینو له پاره یې د عدالت د عملي کولو هیله څرګنده کړې.

د دې ترڅنګ د بریتانیا صدراعظمې تریسا مې هم د نړیوالو سیاستوالو د پیغامونو په لړ کې خپل پیغام ور زیات کړی او وايي چې «بریتانیا د ترهګرۍ پر ضد له هسپانیې سره یوځای ده.»

د خواخوږۍ د پیغامونو په لړ کې د جنوبي او مرکزي امریکا ځینو هیوادونو لکه ارجنتینا، هندوراس، ډومینکن جمهوریت، مکسیکو او چیلي هم دغه برید غندلی او خپله خواخوږي یې څرګنده کړې. ناټو او د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشر جین کلاوده جنکر هم دغه پیښه غندلې.