1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بادغيس په پيسته لغ کي بيا جګړه سوې

۱۳۸۹ تیر ۲۴, پنجشنبه

د بادغيس اوسيدونکي په خوابدۍ سره خبر ورکوي چي زرګونه خلک دپيستې په ځنګلونو ورګډ او شول يې مخکي تر دې چي پسته يې رسيدلې وي مات کړ.

https://p.dw.com/p/OJWl
بادغيسۍ پيسته چي په سيمه کي ډير ښه نوم لري
بادغيسۍ پيسته چي په سيمه کي ډير ښه نوم لريانځور: AP

په دغه لړکي ګنه کسان په مرميوهم ويشتل سوي چي خلک يې عاملين پوليس،خو دولت يې بيا غيرمسوول وسله وال يادوي.

په بادغيس ولايت کي د زرګونو ولسي خلکود هجوم په وجه د اصلي وخت څخه يوه مياشت دمخه دپيستې ټولول پيل سوی.

دغه فصل چي د ځايي اوسېدونکو په ژبه شول ياديږي هر کال د تاوتريخوالي څخه خلاص نه يي.

دهغه ولايت د امنيت د آمر سمونوال عبدالجبار په خبره دشول پر مهال سږکال هم ناڅر ګندو وسله والوپنځه تنه ملکي وګړي په مرميوويشتلي او زخمي کړي دي.

دسيمي يو تن قومي مشر محمدحنيف چي د پيستې د روزني تجربه لري، وايي چي تر وخت دمخه د پستې ټولول نه يوازي داچي اوس ګټه نه لري، لکي د راتلونکي کال فصل ته تاوان رسوي.

هغه د خلکو د هجوم په مخنيوي کي حکومت ملامت وګاڼه او زياته يې کړه چي حکومت خپله دغه خپل سريوته زمينه برابرکړې. هغه زياتوي چي حکومت ولي د شول د ماتيدوحکوم ورکړ.

بادغيس د افغانستايو د هغو ولاياتوڅخه دی چي، د پيستې د خورا لويو ځنګلونو په درلودلو سره د هيواد داقتصاد مهمه برخه جوړوي.

دکرهڼي او مالدارۍ وزارت مامورين وايي چي، مخکي په ۹۵زره هکټاره دولتي ځمکه کي د پيستې وني زرغونې وې خو د تيري لسيزي جګړو،طبيعي عفتونو،او نورو دلايلو په وجه يې ګڼ ځنګلونه د منځه تللي دي او اوس يوازي په ۳۵زره هکټاره ځمکه کي وني ولاړي دي.

د ځايي اوسېدونکو په خبره اوس هم ددغه ملي شتمني د له منځه وړلو لړۍ روانه ده.

د هغوﺉ په خبره د يوې خوا ځايي زور واکان يې د خرابېدو لامل دي او د بلي خوا عام خلک يې د سونګ د موادو په ډول کاروي او هره ورځ يې په سلهاو درختي وهل کيږي.

شريف شرفيار/ هرات

کتونکی. زيارمل