1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایټاليا په يوه مهاجر کمپ کي د پيسو درغلي

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۶, سه‌شنبه

د ایټاليا پولیسو د یوې مافیايي ډلي په لسونو غړي نیولي دي، چي د یوه عیسوي سازمان په مرسته يې د مهاجرو د یوه کمپ په ميلیونو یورو درغلي کړي دي.

https://p.dw.com/p/2d2FB
Italien Flüchtlinge helfen Erdbeben-Opfern
انځور: GUS

د فرانسې خبري آژانس د ایټالیا د جنوب د کاتانزارو د سیمی د پولیسو په حواله د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ، چي د شپې له خوا د پولیسو د عملیاتو پرمهال ۶۸ شکمن کسان نیول سوي دي.

د پلټونکو په حواله آرینا کلان، چي یو مشهوره مافیايي سازمان دی، د ایزولا دَ کاپو ریڅو د مهاجرو د یوه کمپ له مصارفو څخه تقریبأ ۳۲ ميلیونه یورو درغلي کړي او هغه یې خپل جیب ته اچولي دي.

دوی د ډوډۍ رسولو قراردادونه هغو شرکتونو ته ورکړي دي، چي دغه مافیايي سازمان د خپلو شخصي گټو په خاطر جوړ کړي دي. په دغه مهاجر کمپ کي۱۵۰۰مهاجر مېشت دي.

په دغو کسانو کي د یوه عیسوي سازمان آمر چي د دغه کمپ مسئول چلونکی وو او یو راهب نیول سوی دی. د لويي څارنوالۍ په حواله دغه راهب۱۵۰۰۰۰ یورو په دې خاطر په لاس راوړي دي چي د مهاجرو د خطأ ایستلو له پاره یې روحاني او دیني مشورې ورکولې. پر نیول سوو شکمنو کسانو باندي د نورو تر څنگ د باج اخیستلو، خطأ ایستلو،اختلاس، دولت ته تاوان رسولو او غلأ تورونه لگول سوي دي.

په ایټالیا کي اوس تقریبأ ۱۷۵ زره مهاجر په کمپو کي ژوند کوي چي ورته ډوډۍ، کالي، درمل، رواني مشورې، د ایټالوي ژبي کورسونه او جیب خرڅ ورکول کیږي.

د ايټالیا د مالیې وزارت اټکل کوي چي سږکال به د مهاجر کمپونو مصارف تر درو ميلیارده یورو پوري ورسیږي. یوازي سږکال ايټالیا ته تر اوسه پوري ۴۵۰۰۰ نور مهاجر رسېدلي دي چي دا تر پروسږکال د دغي مودې په پرتله ۴۴ سلنه ډېرښت ښيي.

دومره ډیرو مصارفو ته په کتو سره په ايټالیا کي له اختلاس سره د مبارزې ادارې خپل فعالیتونه شدید کړي او په دې باندي بریالي سوي چي دغي مافیايي ډلي ته یوه ضربه ورکړي. خو ددغي ادارې د آمر ریڅینتو کانتوني په نظر دا د جعل کاریو ددغه ډول قضیو یوه کوچنۍ قضیه وه او په اصطلاح غر لا ولاړ دی.

(dpa,AFP/ QN)

زموږ له ارشيف څخه: