1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایریل شارون روغتیایي وضعیت خراب شوی

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ دی ۱۲, پنجشنبه

د اسرائیلو د پخواني صدراعظم ایریل شارون، روغتیایي وضعیت تر پخوا حساس شوی دی. شارون له اتو کلونو راهیسې په کوما کې دی، خو ډاکټرانو ویلي دي چې په وروستیو ورځو کې د هغه وضعیت ډیر خراب دی.

https://p.dw.com/p/1AkF0
انځور: Menahem Kahana/AFP/Getty Images

د اسرائیلو راډیو ویلي دي چې اوس د شارون کورنۍ او ډاکټران پر دې باندې بحث کوي چې څرنگه د دغه پخواني سیاستوال د درملنې بهیر پر مخ یوسي.

ډاکټرانو ویلي دي چې په وروستیو ورځو کې د شارون پښتورگي له کاره لویدلې دي او په دې ترتیب سره یې د هغه ژوند ته گواښ رامنځ ته کړی دی. د اسرائیلو راډیو زیاته کړې ده چې اوس ډاکټران هڅه کوي چې د شارون وضعیت تر کنترول لاندې راولې خو هغوي په دې کار کې ډیر کامیابه نه دي. له دې سره دې خبرې ته اشاره شوې ده چې کیدای شي شارون د پښتورگو د له کاره لویدو له کبله خپل ژوند هم له لاسه ورکړي.

د پښتورګو له کاره لویدل په دې معنی دي چې د شارون له بدن څخه مضر مواد نه وځي او په دې ترتیب سره هغه د بدن د ټولو غړو د له فعالیته لویدو له خطر سره مخامخ دی.

ایریل شارون د ۲۰۰۶ کال د جنوري په څلورمه نیټه عصبي خونریزې پیدا کړه. په هغه وخت کې ده د اسرائیلو په ټاکنو کې برخه اخیستې وه او غوښتل یې چې د دویم ځل له پاره د دې هیواد لومړی وزیر شي. شارون د ۲۰۰۶ کال له مې میاشتې راهیسې تل ابیب ته نزدې په «تل هاشومر شیبا» روغتون کې تر درملنې لاندې دی. ویل کیږي چې د شارون وضعیت هغه وخت خراب شو چې د هغه د تغذیې پایپ ته نزدې عفونیت پیدا شو.

شارون یو ډیر اوږد او له جنجاله ډک سیاسي ژوند لاره. هغه له ۲۰۰۱ کال څخه بیا تر ۲۰۰۶ کال پورې د اسرائیلو لومړی وزیر وو. له غزې څخه د اسرائیلي پوځیانو راایستل د شارون یوه پالیسي وه.

د شارون کورنۍ ته یوه نزدې وگړي ویلي دي چې د هغه زامن په دې پوهیږي چې پلار یې د ژوندي پاتې کیدو ډیر کم چانس لري.