د ایران په کرج کې د ښځو موټرسایکل ځغاسته
د ایران په کرج کې د ښځو د موټرسایکل ځغلولو سیالي تر سره شوه. دغه سیالي چې د ۱۲۵ سي سي کلاس وه; پکښې د ایران ۶۰ ښځو ونډه اخیستې وه. د دغه سیالۍ درې گټونکې د البرز، گیلان او د سویلي خراسان ولایتونو وې.
د ایران په کرج کې د ښځو موټرسایکل چلولو د ځغاستې لومړۍ سیالي د جمعې په ورځ د البرز په ولایت کې تر سره شوه. د ۱۲۵ سي سي کلاس، سیالیو گټونکي بهناز شفیعي، هانیه شکیبي او شادي بیکوردي د دغه لومړنۍ سیالۍ گټونکې شوې.
په دغه سیالۍ کې د ایران د بیلا بیلو ولایتونو لکه مازندران، کرمان، تهران، زنجان، خراسان او... البرز څخه ښځینه لوبغاړو برخه اخیستې وه.
د البرز ولایت د موټر سایکل چلولو د عمومي اړیکو د هیئت مشرې دامون نعمتي پور له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «د جواز د تر لاسه کولو له پاره د سختو ستونزو وروسته د البرز ولایت د موټر سایکل چلولو د هیئت د همت پر مټ د لومړي ځل له پاره دغه سیالي تر سره شوه.»
د دامون پور نعمتي، په وینا شا او خوا ۶۰ ښځو په دغو سیالیو کې برخه اخیستې وه.
۱۲۵ سي سي کلاس، کې د موټر سایکل د ځغاستې لومړۍ سیالي چې په کرج کې ترسره شوه.
د ښځو د موټرسایکل ځغاستې دغه سیالي په داسې یوه وخت کې تر سره کیږي چې تر دې دمخه په تیر کال کې د لومړي ځل له پاره د نارینه وو دغسي سیالي پر لاره اچول شوې وه.
د سیالۍ له پاره چمتووالی
په تیر کال کې د نارینه وو تر منځ د موټرسایکل د ځغاستې سیالي تر سره شوې وه، خو په دغو سیالیو کې ښځو ونډه نه درلوده.
خو په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د البرز ولایت د موټر سایکل چلونکې د هیئت پر مټ دغه سیالیۍ د کرج په چمران کې تر سره شوې.
په دغو سیالیو کې د البرز، گیلان او سویلي خراسان ولایتونو درو ښځو لومړي درې مقامونه وگټل.
په دغو سیالیو کې د همدان، کاشان، تهران، ایلام، مازندران، پردیس، زنجان او اصفهان ښځینه موټر چلونکو برخه درلوده.
د اسوشیتد پرس خبري آژانس څه موده دغه د بهناز شفیعي عسکونه خپاره کړي ول، چې په دغه سیالۍ کې یې لومړی مقام وگاټه.
تر دې دمخه بهناز شفیعي ویلي وو چې موخه یې دا ده چې ایراني ښځو ته په الهام ورکولو کې مخکښه وي. هغه ویلي وو: «موږ کولای شو مقامات پر دې قانع کړو چې د ښځو موټر سایکل ځغاسته په رسمیت وپيژني.»