1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران پر توغندي توغولو تازه نیوکې

۱۳۹۶ مرداد ۱۲, پنجشنبه

ایران ټینګار کوي چې د یوه سټلایت لیږدونکي توغندي توغونه، له امریکا سره له شوي تړون سره په ټکر کې نه ده. خو لویدیځ هیوادونه بیا له دې سره موافق نه دي او وایې چې د توغندي دغه توغونه یو ګواښوونکی او پارونکي اقدام وو.

https://p.dw.com/p/2hcef
Iran Ghadr-F Rakete Khomeini Portrait
انځور: picture-alliance/AP Photo/V. Salemi

آلمان، فرانسې، بریتانیا او امریکا متحده ایالاتو په ګډه د چهارشنبې په ورځ د ایران له خوا د جولای میاشتې پر ۲۷مه نیټه د یوه سټلایت توغونه، ملګرو ملتونو ته د یوه لیک په لیږلو غندلې ده. 

دغو هیوادونو ویلي دي چې د ایران دغه اقدام په ۲۰۱۵م کال کې د دې هیواد له خوا له لاسلیک شوي اتومي تړون سره په ټکر کی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په استول شوي لیک کې راغلي دي: «سیمرغ [د توغندي نوم] فضا ته د استونې یوه وسیله ده چې که په کې بدلون راشي او د یوه بالیستیک توغندي په توګه وکارول شي، کولای شي چې ۳۰۰ کیلیومتره مزل ووهي او دومره توان لري چې یوه اتومي سرګلوله ولیږدوي.»

په لیک کې چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازي نیکي هالي، له خوا د نورو هیوادونو په استازیتوب د امنیت شورا ته استول شوی وو، راغلي دي: «د توغندي دغه توغونه له دې کبله د ایران له خوا یوه پارونه او ګواښ رامنځ ته کوي.»

توغندي فضا ته یو سټلایت لیږدولی

Iran - Militärparade
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Noroozi

دا تر اوسه پورې د ایران تر ټولو پر مختللي داسې توغندی دی چې کولای شي سټلایتونه ولیږدوي. دا د ایران د ځوان فضايي پروګرم په برخه کې د پام وړ پرمختګ دی. تر هغه وروسته چې ایران دغه توغندی وتوغوه، امریکا متحده ایالاتو پر شپږو هغو شرکتونو باندې بندیز وضع کړ چې اټکل کوي له توغندي سره تړلي دي.

د امنیت شورا ته په استول شوي لیک کې راغلي دي: «د ایران له اوږد وخت راهیسې روان د بالستیک توغنديو د جوړولو پروګرام د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ اعلاميې سره په ټکر کې دی او پر سیمه باندې بې ثباته کوونکي اغیزه لري.»

په لیک کې د ملګرو ملتونو هغې اعلامیې ته اشاره شوې چې په ۲۰۱۵ کال کې یې د ایران، بریتانیا، چین، فرانسې، آلمان، روسیې او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د اتومي پروګرام ستاینه کړې وه.

د ایران او لویدیځو هیوادونو تر منځ د ۲۰۱۵ کال تر تړون وروسته، پر دغه هیواد باندې نړیوال بندیزونه له منځه ولاړل. په تړون کې پر ایران باندې غږ شوی دی چې د داسې توغندیو له توغولو ډډه وکړي چې د اتومي وسلو د لیږد وړتیا لري.

ایران ادعا کوي چې توافقونه یې نه دي مات کړي

ایران په وار وار سره ویلي دي چې شوی تړون یې نه دی مات کړی او د اتومي وسلو د جوړولو هڅه نه کوي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف، د جمعې په ورځ دا خبره چې هیواد یې داسې بالستیک توغندي لري چې اتومي سرګلولې لیږدولی شي، رد کړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ هم وویل چې خپل د توغندیو پروګرام ته به دوام ورکړي او د امریکا متحده ایالاتو پر ادارې یې تور ولګاوه چې د اتومي تړون د ضعیفه کولو په هڅه کې ده.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، وخت نا وخت له ایران سره پر اتومي تړون باندې نیوکې کوي خو د امریکا متحدین بیا دغه تړون چې د پخواني ولسمشر باراک اوباما د واکمنۍ پر مهال رامنځ ته شوی، ګټور بولي.

له بلې خوا بیا په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي ویلي دي چې د ایران له خوا د توغندي توغونه له اتومي تړون سره په ټکر کې نه دی.

زموږ له ارشيف څخه: