1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران سره د اټومي لانجې د حل په اړه د موافقې په هیله

آژانسونه / بریښنا صابر۱۳۹۴ تیر ۷, یکشنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د ایران د اټومي لانجې د مذاکراتو په اړه خوشبین دی. شټاین ماير دې خبرو اترو ته د ایران سره د دولس کلنې لانجې د ختمولو له پاره د یوه چانس په سترگه گوري.

https://p.dw.com/p/1FocG
Deutschland Bundesaußenminister Frank-Walter Steinmeier
انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

شټاین مایر آلمانۍ ورځپاڼې «ولټ ام سونتاگ» سره په خبرو کې وویل: « زمونږ هدف د جون د میاشتې تر پای پورې یوې نتیجې ته رسیدل دي.»

پر وسلې د ځان سنبالولو سیالي باید پيل نه شي

شټاین مایر وویل چې که چیرې نړیواله ټولنه د خبرو اترو له لارې د ایران سره د اټومي لانجې په حلولو ونه توانیږي نو دا به د ټولو خواوو په زیان وي. نوموړي خبرداری ورکړ چې د دې په نتیجه کې به په سیمه کې پر وسلو د ځان سنبالولو سیالي پیل شي او ایران به په انزوا کې قرار ولري.

یوه ټکی چې تر اوسه هم پرې اختلاف موجود دی د نړیوالو له خوا د ایران د پوځي تاسیساتو کنټرولول دي. شټاین مایر وايي: «دا چې دا کنټرول ترسره شي او که نه او چیرته ترسره شي په دې اړه مشکل نشته مخالفت یوازې د دې د څرنگوالي پر سر دی.»

د راتلونکې سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د جون ۳۰مه نېټه) د گډونوالو له خوا د ځان له پاره ټاکل شوی ضرب الاجل پوره کیږي. تر دې نیټې ټول خنډونه او مخالفتونه باید له منځه تللي وي. اوس هم پر ایران د لگولو شویو بندیزونو د لیرې کولو د وخت او سرعت په اړه مخالفت موجود دی. په پام کې ده چې د ایران له خوا د اټومي پروگرام د محدودولو په بدل کې به دغه بندیزونه لغوه او یا هم ضعیف کړل شي.

Fortsetzung der Atomgespräche zwischen dem Iran und der 5+1 Gruppe
انځور: picture-alliance/GEORG HOCHMUTH/APA/picturedesk.com

کارپوهان د ټاکلې مودې د غځولو اټکل کوي

د اختلاف یو بل ټکې دا دی چې د رامنځ ته شوي تړون د تطبیق نظارت څرنگه باید ترسره شي. له همدې امله کارپوهان وايي چې د ټاکل شوې مودې د غځولو قوي احتمال موجود دی.

د ویانا په مذاکراتو کې د ایران او امریکا متحده ایالتونو ترڅنگ د بریتانیا، چین، فرانسې، آلمان، روسیې او همدا راز د اروپايي ټولنې استازي هم برخه اخلي. اسراييل، د امریکا متحده ایالتونه او د لویدیځ نور هیوادونه پر ایران د څو کالو راهیسې تور لگوي چې په پټه اټومي وسلې جوړوي. خو دغه هیواد برعکس بیا ټینگار کوي چې اټومي پروگرام یې یوازې د سوله ییزو ملکي موخو هدف لري.

«د ایران د اټومي بمب بهتان»

د ایران رئیس جمهور حسن روحاني، د ایران د اټومي پروگرام په اړه یو ځلي بیا خپل قاطع دریځ څرگند کړ. د ایسنا د خبري آژانس په حواله نوموړي په ویانا کې د اټومي لانجې په اړه په مذاکراتو کې د شریکې خپلې ډلې څخه وغوښتل چې نړۍ «د ایران د اټومي بمب د دروغو» په هلکه خبره کړي. روحاني په ټينگار سره وویل: « مونږ دغه مضره او غیر انساناني وسله نه کله غوښتې او نه هم جوړه کړې ده.» ده زیاته کړه دغه «دروغ» باید را ښکاره شي او ټوله نړۍ د «ایران د دښمنانو پر کاذبه پروپاگنده باید خبره شي.»