د ایران د پخواني ولسمشر زوی تهران ته ستون شوی دئ
۱۳۹۱ مهر ۳, دوشنبهاعلان
د ایران د پخواني ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني، زوی تیره ورځ بیرته خپل هیواد ته ستون شوی دئ تر څو پر هغه د لگول شوو تورونو ځواب ووایي. پر هغه باندې تور دئ چې د ۲۰۰۹م کال د ولسمشرې د شخړه ییزو ټاکنو وروسته ئې د لاریونونو په تنظیمولو کې برخه درلوده.
مهدي هاشمي رفسنجاني د یکشنبې په ورځ تهران ته راستون شوی دئ. دغه خبر فارس خبري آژانس ورکړی دئ. هغه په لندن کې د درو کلونو د جلا وطنې تیرولو وروسته خپل هیواد ته ستنیږي. تیره ورځ د رفنسجاني لور فایزه هاشمي رفسنجاني هم تهران ته تر رسیدو وروسته د دولت پر ضد د پروپاگنډ په تور د شپږو میاشتو له پاره زندان ته لیږل شوې ده.