1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران د اټومي پروگرام په هکله د خبرو پر دوام موافقه سوې ده

۱۳۹۱ فروردین ۲۷, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14eGh

د لویدیځ د شپږو هیوادونو استازو چې په استانبول کې ئې له ایراني چارواکو سره د دغه هیواد د اتومي پروگرام پر سر خبرو بوخت ول ویلي دي چې په دغه خبرو کې ښه پرمختگ شوي دئ او د خبرو اترو بل پړاو به د مې د میاشتې پر ۲۳مه نیټه په بغداد کې تر سره شي.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو مشرې کترین اشتون ویلي دي چې خبرې په ښې فضا کې تر سره شوي دي، د امریکا متحده ایالاتو بیا ویلي دي چې په عاجله توگه یو بنسټیز پرمختگ اړین دئ. ۱۵ میاشتې وړاندې دغه خبرې هغه وخت دریدلې وې کله چې ایران د خپل اتومي پروگرام په اړه د خبرو کولو څخه ډډه کړې وه.

د ملگر ملتونو د امنیت شورا پر ایران باندې په څلورو مرحلو کې بندیزونه وضع کړي دي. د ملگرو ملتونو د امنیت شورا شک څرگند کړی دئ چې ایران د ملکي انرژي د غني کولو په بهانه په پټه اتومي بم جوړوي. خو تهران بیا دغه تورونه ردوي.