1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران د اتومې شخړې پر سر خبرې اترې دوام لري

۱۳۹۴ تیر ۱۴, یکشنبه

چارواکو د یکشنبې په ورځ هم د ایران د اتومې شخړې پر سر خبرو اترو ته دوام ورکړ. د دغو خبرو اترو هدف پر ایران د لګیدلو تحریمونو کمول او په بدل کې د دغه هیواد له خوا په خپل هسته ای پروګرام کې د محدودیتونو راوستل دي.

https://p.dw.com/p/1Ft06
انځور: Reuters/State Department/Handout

د امریکا متحده ایالاتو او ایران د بهرنیو چارو وزیران هڅه کوي چې د سه شنبې تر ورځې پورې د ایران د اتومې شخړې پر سر یوې موافقې ته ورسیږي. تر دغې موافقې وروسته به ایران په خپل هسته اي پروګرام کې محدودیتونه راولي او په عوض کې به یې لویدیځ هیوادونه پر تهران باندې خپل تحریمونه کم کړي.

په داسې حال کې چې دواړو اړخونو د تحریمونو د کمیدو په برخه کې یو څه پرمختګ کړی دی خو هغوی په دې اړه لا یوې موافقې ته نه دي رسیدلي چې ایران به تر موافقې وروسته د څیړنو په موخه له کومو امکاناتو څخه برخمن وي او دا چې پر دې هیواد باندې د ملګرو ملتونو لګیدلي تحریمونه به تر کومې اندازې پورې له منځه ځي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال عباس عراقچي، خبري آژانسونو ته ویلي دي: «تحریمونو پورې تړلي ډیری مسایل له منځه تللي دي خو اوس هم څلور یا پنځه موضوعګانې پاتې دي چې ورباندې باید موافقه وشي. په دغو موضوعګانو کې دا مهمه خبره هم شامله ده چې داړه اړخونه باید په یوه وخت کې پر اقداماتو لاس پورې کړي.»

ایران، امریکا متحده ایالات او پنځه ځواکمن هیوادونه چې بریتانیا، چین، فرانسه، آلمان او روسیه په کې شامل دي هڅه کوي چې د تهران شخړیز اتومي پروګرام پر سر یوه موافقه رامنځ ته شي. لویدیځ هیوادونه شک لري چې ایران د اتومي وسلو جوړولو هڅه کوي خو ایران تل دغه تورونه ردوي او وایي چې اتومي پروګرام یې یوازې سوله اییز اهداف لري.

خبرو اترو ته نزدې دیپلوماتانو ویلي دي چې ایران او مذاکره کوونکي هیوادونه پر تهران باندې د تحریمونو د لغو کولو د څرنګوالي پر سر یوې موافقې ته رسیدلي دي. خو مرکچیان باید د ملګرو ملتونو د هغې اعلامیې په اړه هم یوه تفاهم ته ورسیږي چې له مخې یې پر ایران لګیدلي تحریمونه له منځه ځي او که ایران له خپلو ژمنو پر شا شي نو بیرته پر دغه هیواد باندې بندیزونه وضع کیږي.

په اصل کې پلان شوې وه چې په خبرو اترو کې ښکیل هیوادونه د جون میاشتې تر ۳۰ نیټې پورې یوې موافقې ته رسیدلي واي خو هغوی په دې کار و نه توانیدل. اوس یوې پایلې ته د رسیدو له پاره د جولای اوومه نیټه د یوه ضرب الاجل په توګه ټاکل شوې ده.

تمه کیږي چې د یکشنبې په ورځ د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ویانا ته ورسیږي چیرې چې د ایران پر اتومي پروګرام خبرې اترې روانې دي. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د چین، بریتانیا، آلمان او روسیې د بهرنیو چارو وزیران به کله د خبرو اترو سیمې ته ورسیږي.

ټول ښکیل اړخونه وایي چې یوې موافقې ته نزدې شوې دي خو لا هم باید پر ځینو موضوعګانو سره موافقه وکړي. په دغو موضوعګانو کې د ملګرو ملتونو له خوا د ایران د اتومي پروګرام څیړنه او د ایران له خوا د هسته ای څیړنو د دوام غوښتنه شامل دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب