1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران د اتومي پروگرام په هکله خبرو اترو کې پرمختگ نه دی شوی

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۲۰, سه‌شنبه

د ایران د اتومي پروگرام په هکله د امریکا متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې او د ایران تر منځ دوه ورځنۍ خبرې اترې پرته له کومې پایلې ختمې شوي دي. اوس به په یوه غټ چارچوکاټ کې دغه خبرې اترې ادامه ومومي.

https://p.dw.com/p/1DlB8
انځور: Reuters/Nicholas Kamm/Pool

د عمان هیواد په پلازمینه مسقط کې په ټوله کې د لسو ساعتونو خبرو اترو وروسته، د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د هغه ایراني سیال محمد جواد ظریف د مذاکراتو د محتوا په هکله ډیرې لږې څرگندونې وکړې. کیري په خپلو څرگندونو کې پر دې باندې ټینگار وکړ چې دواړه اړخونه «سخت کار کوي.» د ایران د بهرنیو چارو وزیر ظریف د دې پوښتنې په ځواب کې چې کوم پرمختگ رامنځ ته شوی دی وویل چې «بالاخره به هغې ته ورسیږو.»

د ایران شخړه ییز اتومي پروگرام له کلونو راهیسې د نړیوال سیاست په محراق کې ځای نیولی دی. د ایران په اسلامي جمهوریت باندې داسې شک کیږي چې د ملکي موخې تر نامه لاندې د اتومي پروگرام په ترڅ کې اتومي وسلې جوړوي. امریکا متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې له دې کبله پر ایران باندې اقتصادي بندیزونه ولگول چې د روان میلادي کال په پېل کې لږ سست کړای شول. د ایران د خپلو معلوماتو له مخې دغه اتومي پروگرام د ملکي موخو له پاره کارول کیږي.

د یورانیمو د غني کولو پر سر شخړه

په مسقط کې د خبرو اترو شخړه ییزه موضوع د لویدیځ له لوري له ایران څخه د یورانیمو د غني کولو د محدودولو غوښتنه وه. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت «د سختو، مستیقمو او جدي» مذاکراتو خبره کړې ده. خو بیا هم د نومبر د ۲۴ نیټې پورې تر ټاکل شوي مهلته د نظر د اختلاف د ختمولو له پاره وخت شته دی. په دغو خبرو اترو کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو پخوانۍ مسوولې کاترین آشتون هم برخه اخیستي وه. د آشتون کاري دوره د نومبر میاشتې په سر کې پای ته رسیدلې ده، خو له ایران سره به د اتومي پروگرام پر سر خبرو اترو کې ونډه ولري.

په پام کې ده چې د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د نومبر میاشتې ۱۱مه) به دغه خبرې اترې ادامه ومومي. د دغو خبرو اترو موخه له دولسو کلونو راهیسې دوامداره شخړې ته د نومبر میاشتې تر ۲۴ نیټې د یوې حل لارې لټول دي.

کوم تړون چې رامنځ ته کیږي، په پام کې ده چې ایران ته د سوله ییزو موخو له پاره له اتومي تیکنالوژۍ څخه د استفادې زمینه برابره کړي او په عین وخت کې د دې مخه هم نیسي چې ایران اتومي وسلې جوړې نه کړي. د دې په بدل کې به لویدیځ پر ایران باندې لگول شوي بندیزونه لیرې کړي، چې د ایران اقتصاد یې سخت ځپلی دی. په پام کې ده چې د نومبر میاشتې پر ۱۸ نېټه په وین کې ټولې خواوې د وروستیو خبرو اترو له پاره سره راټولې شي.