1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران د اتومي پروگرام پر سر خبرې ادامه لري

سید ریاض / دویچه ویله۱۳۹۲ آبان ۱۸, شنبه

د ایران د اتومي پروگرام پر سر مذاکراتو کې یو قوي تحرک رامنځ ته شوی دی، خو لا هم اړخونه کوم جوړ جاړي ته نه دي رسیدلي. انتظار کیږي چې په ژنیو کې به د شنبې په ورځ د ۵+۱ د هیوادونو د بهرنیو چارو ټول وزیران گډون وکړي.

https://p.dw.com/p/1AEXr
انځور: Reuters

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د نومبر اتمه) په ژنیو کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره د پنځه ساعته خبرو اترو وروسته وویل چې «موږ په شدت سره کار کوو.» دواړو وزیرانو دغه ملاقات مثب ارزولی دی، خو د خبرو د جزئیاتو په اړه څه نه دي ویل شوي. په عین حال کې د امریکا متحده ایالاتو یوه لوړ پوړي چارواکې ویلي دي چې د جمعې په ماښام په خبرو اترو کې د نظرونو اختلاف راکم شوی دی. خو د نوموړي چارواکي په وینا لا هم باید ډیر کارونه تر سره شي.

د ایران د اتومي پروگرام پر سر خبرو اترو کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو مسؤله کاترین آشتون، د آلمان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس او د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ویلم هېگ هم گډون لري. په پام کې ده چې د شنبې د ورځې په خبرو اترو کې به د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف او د چین د بهرنیو چارو وزیر ونگ یي، هم گډون وکړي.

څیړونکي په دې آند دي چې د بهرنیو چارو د وزیرانو حضور د دې ښکاروندوی کوي چې د ایران او ۵+۱ زبر ځواکونو تر منځ یوه جوړ جاړي ته رسیدل ښایي امکان ولري. په ۵+۱ هیوادونو کې د ملگرو ملتونو د امنیت شوری د ویټو حق لرونکي پنځه هیوادونه یعنې د امریکا متحده ایالات، بریتانیا، فرانسه، روسیه، چین او پر دې سربیره آلمان شامل دی.

د ایراني سرچینو د وینا له مخې په پام کې ده چې داسې یوه توافق رامنځ ته شي، چې د هغې پر اساس لږ تر لږه د ایران د اتومي پروگرام پر سر لس کلنه شخړه په مؤقتي توگه پای ته ورسیږي. که څه هم په دې اړه کوم جزئیات خپاره شوي نه دي، خو دیپلوماتان داسې اټکل کوي چې ایران به د اقتصادي بندیزونو د نرموالي په بدل کې د خپلو یورانیمو د غني کولو یوه برخه ودروي.

اوباما له نتنیاهو سره تلیفوني خبرې کړي دي

د اسرائیلو دا خبرداری چې ایران گواکې د «پیړۍ مهم جوړ جاړی» ته رسیږي، واشنگټن دغه رد کړی دی او هغه یې بې بنیاده او له وخت څخه مخکې بللی دی. لکه څرنگه چې په واشنگټن کې سپینې ماڼۍ خبر ورکړی دی، د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د جمعې په ورځ د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته تلیفون کړی دی او د ژنیو د خبرو اترو په اړه یې ورته معلومات ورکړي دي.

خبر پاڼه زیاتوي چې بارک اوباما نتنیاهو ته د دې خبرې ډاډ ورکړی دی چې دی د ایران د اتومي وسلو د جوړولو مخنیوي ته ژمن دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب