1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران د اتومي پروگرام پر سر خبرې اترې

دویچه ویله / سید ریاض۱۳۹۲ آذر ۲, شنبه

د ایران د اتومي پروگرام پر سر په خبرو اترو کې د گډون له پاره ۵+۱هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران ژنیو ته سفر کړی دی. ژنیو ته د بهرنیو چارو وزیرانو سفر د ایران د اتومي پروگرام په هکله یوه توافق ته د رسیدو هیلې راپیدا کړي دي.

https://p.dw.com/p/1AMyW
انځور: picture-alliance/AP Photo

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله تر څنگ، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرگي لاوروف، د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ویلم هېگ او د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د نومبر ۲۳مه) د ایران د اتومي پروگرام پر سر یوې موافقې ته د رسیدو په هیله په ژنیو کې سره ویني.

په داسې حال کې چې د شپږو نړیوالو قدرتونو مرکچیان، ژنیو ته د بهرنیو چارو د وزیرانو د ورتگ انتظار باسي، امریکا متحده ایالاتو او ایران د دریو ورځو سختو بحثونو وروسته د جمعې په ورځ ناوخته د ایران د اتومي پروگرام په اړه د یوه بالقوه پرمختگ څخه خبره وکړه.

تهران او ۵+۱هیوادونه یعنې د ملگرو ملتونو د امنیت شوری د ویټو حق درلودونکي پنځه هیوادونه امریکا متحده ایالات، بریتانیا، فرانسه، روسیه او چین او پر دې سربیره آلمان، غواړي چې ایران دې د اتومي پروگرام ځینې برخې کنترول کړي او یا په بشپړ ډول ودروي او په بدل کې به یې پر ایران باندې لگول شوي ځیني بندیزونه نرم کړای شي چې د دغه هیواد اقتصاد یې له کاره غورځولای دی.

که چیرې دغسې یو توافق رامنځ ته شي، یوازې د څو میاشتو له پاره به د اعتبار وړ وي، تر څو د خبرو اترو اړخونه د یو پراخ توافق له پاره زیات وخت پیدا کړي. د دغه توافق له مخې کله چې نوموړي شپږ نړیوال قدرتونه قانع شي چې ایران نور د اتومي وسلو د جوړولو اراده نه لري، بیا به نو د ایران پر ضد لګول شوی بندیزونه د تل له پاره لیرې کړای شي.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي د جمعې په ورځ ناوخته وویل چې «موږ په خبرو اترو کې باوري پرمختگ کړی دی، چې موږ یې د بن بست ماتولو ته نزدې کړي یو.» په عین وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د شنبې په ورځ ادعا کړې ده چې نور ټول موضوعات حل شوي دي خو یوازې دوه موضوعات لا هم حلیدو ته اړتیا لري.

د دغو پرمختگونو په پایله کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماري هېرف، ویلي دي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري به «یوه توافق ته د رسیدو په هیله» د شنبې په ورځ ژنیو ته ورسیږي.

د دغو خبرو اترو مشري د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو مسؤلې کاترین آشتون پر غاړه ده. ایران ادعا کوي چې د دوی اتومي پروگرام د سوله ییزو او علمي موخو له پاره دی.

له ننگونو ډکې خبرې اترې

دوه اوونۍ تر مخه، د ۱+۵ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سویس ته سفر کړی وو او په نړیواله کچه داسې اټکلونه رامنځ ته شول چې ښایي کوم توافق رامنځ ته شي. خو دغه خبرې اترې بریالۍ نه شوې.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جان ساکي، ویلي دي: « له ننګونوسره مخامخ خبری اتری لا تر اوسه په مخکی دي. د پای کرښې ته رسیدل، آسانه کار نه دی.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي دي چې دواړه اړخونه د موافقتنامې د متن پر «جزئیاتو او ټکو» باندې کار کوي. عراقچي ویلي دي چې «د نظر اختلاف» لا هم شته دی خو په عین وخت کې هغه د «ایرنا» خبري آژانس ته ویلي دي چې «موږ د لاسه تللای اعتبار یو څه بیرته لاس ته راوړی دی.»

د اسرائیل انديښنې

دغو خبرو اترو په اسرائیل کې ډیر خلک وارخطا کړي دي - داسی ګمان کیږي چې اسراییل خپله د ویرونکو هستوي وسلو خاوند وي- ، څرنګه چې د اسرائيلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو په نه ستړي کیدونکي توگه یوې روغی جوړی ته د رسیدو پر ضد مبارزه کوي. نتنیاهو غواړي چې د ایران د اتومي وسلو د بنسټیزوتأسیساتو یوه برخه نه، بلکه هغه په بشپړ ډول له منځه یوړل شي. هغه پر دې باور دی چې له ایران سره د ۵+۱هیوادونو یو توافق به ایران پر دې قادر کړي چې د اتومي وسلو د جوړولو توانمندي ولري.